د بشري سرچینو آمریت

د دې امريت لومړنۍ بڼه په ۱۳۱۵ کې د ذاتيه په نامه د تحريراتو د مديريت په نامه جوړه شوه، چې دوه کارکوونکي يې لرل. په ۱۳۲۵ کې يې د مامورينو د مديريت په نامه ارتقا وکړه. د کابل پوهنتون په چوکاټ کې يې پر ۱۳۴۳ کال د مامورينو عمومي مديريت ته لوړ شو او د استخدام، سوانحو او تصنيف مديريتونه پکې جوړ شول. دې مديريت تر ۱۳۸۹ په همدې نامه فعاليت وکړ؛ خو په ۱۳۹۰ کال کې د بشري منابعو د امريت په نامه ياد شو، چې اوس يې تر څپر لاندې د استخدام، د زده کړې او د ادارې د پرمختيا او د سوانحو د ارزونې او ډيټابيس عمومي مديريتونه کار کوي او د خونديتوب او شکايتونو د اورېدو مديريت ورسره فعاليت کوي.

د بشري منابعو مهمې داندې دا دي: د ادارې د پروګرامونو او موخو د بډاينې په موخه مالي او اداري مرستيال ته د سلاوو ورکول؛ د پروګرامونو مديريت او څار؛ د يوه کانديد د استخدام اړوند چارو څار، د اجراآتو ارزونه، انفکاک، بدلون، ترفيع، تقاعد، مجازات، مکافات، شکايات، د کارکوونکو روغتيا، هوساينې، خونديتوب، د ادارې نظم او ډسپلين، د کارکوونکو ورځنۍ حاضري، د کارکوونکو د سوانحو د ډيټابيس د سيستم څار، د ورکشاپونو او سيمينارونو جوړول. همدا راز د مامورينو د ظرفيت د لوړولو په موخه د پلانونو جوړول.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم