د اګرانومي ډیپارټمنټ

الف) پیژندنه:

د اګرانومي څانګه د کرنې پوهنځي له تاسيس څخه ۱۳۳۵ هـ ش کال نه تر ۱۳۵۸ هـ ش کال پورې د کرنې پوهنځي د نباتي علومو په څانګه پورې اړه لرله او ټول مضامین او موضوعات یې د نباتي علومو په څانګه کې تدریس کیدل. له بل اړخ څخه اګرانومي د کرنې سکتور یوه مهمه برخه جوړوي، په ۱۳۵۹ هـ ش کال کې د اګرانومي څانګه د تکړه، اکاډمیکو کادرونو په لرلو سره چې زیاترو یې د ماسټري او دوکتورا لوړې زده کړې د امریکایي، اروپایي او آسیايي هیوادونو په غوره پوهنتونونو کې پای ته رسولې وې، د یوه خپلواکې څانګې په توګه یې د کرنې پوهنځي کې پیل وکړو.
د یادولو وړ ده چې اګرانومي څانګه د تآسیس له نیټه څخه تر اوسه د یوې فعاله (مورنۍ) څانګې په توګه په کرنې پوهنځي کې رول لوبولۍ.

د دې څانګې اصلي او بنسټیزې موخې د ځوانانو نظري او عملي روزنه د غه څانګې په مختلفو برخو کې ده تر څو علمي  خدمتونه په ملي او نړیوالو سطحه وړاندې کړي. له مرکز او ولایتونو څخه د ښوونځیو فارغان وروسته د کانکور د آزموینې له تیرولو څخه او د شرطونو پوره کولو سره دغه څانګې کې جذب او تدریس ورته کیږي. د لیسانس او ​​ماسټرۍ محصلین د کرنې پوهنځي په فارم کې خپلې تجربې او څېړنیزې چارې ترسره کوي. همدارنګه محصلین د معلوماتو او خبرتیاوو او د موادو د راټلولو، د تحقیقي مسائلو، د سیمینارونو د موضوعاتو د وړاندې کولو لپاره د کرنې مختلفې سرچینې کتابتونونو، د کرنې وزارت او نورو برخو ته مراجعه کوي.

د یادولو وړ ده چې د ۱۳۶۹ هـ ش کال نه تر۱۳۹۲ هـ ش کال پورې د ابولګولو او خاورې پیژندنې څانګې مسؤلیتونه د دې څانګې په واسطه پر مخ وړ کیدل. په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د  بایو تکنالوژي او کرنیزو تخمونو د تولید څانګه د ۵ تنه علمي کادرونو سره د اګرانومي څانګې څخه جلا او د یوې خپلواکې څانګې په ډول یې فعالیت پیل وکړو.

اګرانومي څانګه خپلې اکاډمیکې دندې چې تدریس، علمي څیړنې، د کنفرانسونو وړاندې کول، د درسي کتابونو لیکل، د علمي مقالو خپرول، د نصاب بیاکتنه او معیاري کول، د کیفیت د ښه کولو پروګرامونو تطبیق او تعقیب، د محصلینو د اکاډمیک پرمختګ یا علمي سفرونو تنظیمول، له ادارې سره همکاري، د اړیکو ټینګول د ملي او نړیوالو مؤسسو سره، د بیلابیلو کمیټو سره همکاري، د پوهنځي پوهنتون، د لوړو زده کړو او کرنې وزارتونه، د آزموینو ترتیب، د څیړنیزو پروژو په چمتو کولو کې د محصلینو سره مرسته او د ځوان استادانو سره  همکاري شاملې دي په بریالی توګه سرته رسوي.

ب) موخې:

  • د محصلینو لپاره په مختلفو اګرانومي برخو کې د معیاري او لوړ کیفیت تخنیکي پوهې چمتو کول ترڅو په ټولنه کې په اغیزمنه توګه برخه واخلي.

  • د نوي ډولونو د معرفي کولو په اړه د مسلکي پوهې وړاندې کول او په فارمونو کې یې پراختیا.

  • د ذخیره کولو میتودونو معرفي کولو لپاره اړین مسلکي پوهه او مهارتونه ترلاسه کول، د صنعتي فابریکو لپاره د خامو موادو پروسس او تنظیم کول.

  • د لوږې او بیا رغونې سره د مبارزې لپاره د دوامداره کرنې سیسټم پلي کول، د خوړو خوندیتوب برابرول.

  • په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د دندو او مسؤلیتونه د علمي، تحقیقي او تخصصی څیړنو ترسره د کول په بریالیتوب سره.

  • د غوره کیفیت زده کړنیزو پروګرامونو او خدماتو چمتو کولو له لارې حساب ورکونه د افغانستان د کرنې پراختیا ته.

  • د عنعنوي کرنې د بدلول پرعصري کرنې د نوو زراعتي ټیکنالوژیو معرفي کول په واسطه.

  • د لیسانس او ​​​​ماسټري پروګرامونو کې د مسلکي کادرونو روزنه او ټولنې ته وړاندې کول.

۱- لیدلوری:

د اګرانومي څانګه مکلفه ده چې د غوره تدریس، معیاري څیړنې د غوره او متخصصو کادرونو روزنه او نور مربوط خدمتونه د اګرانومي د یو ملي او سیمیز نهاد په توګه وي.

 

۲- ماموریت:

د اګرانومي څانګه د معیاري علمي او څیړنیزو خدماتو چمتو کولو کې،  د ظرفیت لوړولو کې، د تدریس په واسطه د کدري یا متخصصو کسانو، د غوره او با کیفیته خدمتونو وړاندې کول د کرنې سکتور د مهمې څانګه په توګه په ملي او سیمه ایزه توګه ژمنه ده.

۳-   بنسټیزې  موخې:

  • د اګرانومي څانګې په مختلفو برخو کې د مسلکي کادرونو روزنه.

  • د علمي او مسلکي پوهې پر بنسټ د کرنیزو بنسټونو پیاوړتیا.

  • د وړتیا لوړولو لپاره اړین مسلکي پوهې او مهارتونه ترلاسه کول د مزروعي نباتاتو تولید او اقتصادي ارزښت یې.

  • د مزروعي نباتاتو د غوره محصولاتو د ښه کولو، سمولو او تولید لپاره د څیړنېزو پروژو ترسره کول.

  • د خوراکي توکو د کمښت له منځه وړل چې د نړۍ د اکثرو هېوادونو او افغانستان اوسنۍ ستونزه ده.

  • د عنعنوي کرنې بدلو پر عصري کرنې لپاره د عصري زراعتي ټیکنالوژیو کارول.

  • د خوړو د عادلانه ویشلو او د خوړو د خوندیتوب د ښه کولو له لارې د لوږې سره د مبارزې لپاره د دوامداره کرنېزو سیسټمونو پیاوړتیا.

ج) هوکړه لیکونه:

دا مهال د افغانستان د پوهنتونونو په کچه هوکړه لیکونه په ځانګړې توګه د کرنې پوهنځیو په کچه او همدارنګه د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره شتون لري، مګر هغه دوه اړخیزې اړیکې چې پخوا د بهرنیو هیوادونو سره شتون درلود اوس شتون نلري.

د) لابراتوار او تجهیزات:

د اګرانومي څانګه یو خپلواک لابراتوار لري چې نسبتا په اړینو وسایلو سمبال دی یاد شوي وسایل د محصلینو د علمي څیړنو  لپاره کارول کیږي.

kjhgv

شکل 9ـ د اګرانومي څانګې لابراتوار انځور

 

د اگرانومي ډيپارټمنټ د کادري غړو پیژندګلوي

lkmkj

 

هـ) د اګرانومی څانګې تحصیلی نصاب ( تخصصی مضامین)

ګڼه

د مضمون نوم

کوډ نمبر

د کریډیټونو تعداد

ګڼه

د مضمون نوم

کوډ نمبر

د کریډیټونو تعداد

۱

د ګنده بوټو د کنټرول اساسات

AgAgron 0532

۳

۸

د علمي تجربو جوړول او تحلیل

AgAgron 0638

۳

۲

د وچو سیمو کرنه

AgAgron 0531

۲

۹

حبوبات

AgAgron 0640

۳

۳

علوفه جات  

AgAgron 0533

۲

۱۰

صنعتي نباتات

AgAgron 0848

۳

۴

ارګانیک فارمینګ

( عضوي کرنه)

AgAgron 0535

۲

۱۱

غوړین نباتات

AgAgron 0849

۳

۵

دوامداره کرنه

AgAgron 0536

۲

۱۲

څیړنیزې پروژې ۱

AgAgron 0746

۲

۶

نباتي فزیولوژي

AgAgron 0641

۳

۱۳

څیړنیزې پروژې ۲

AgAgron 0850

۲

۷

  غلی دانی

AgAgron 0743

۳

 

 

 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم