تدریسي مېتودونه

په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د موضوع د ښه لېږد او غوښتل شوو پایلو د لاسته راوړلو په موخه له بېلابېلو تدریسي میتودونو ګټه اخیستل کېږي. بېلابېل مضامین په تیوري او عملي ډول د اړوند مضمون د مفرداتو مطابق چې په درسي نصاب کې ځای پر ځای شوي، د استادانو لخوا په ښه ډول تدریس کېږي. د لا ښه تدریس په موخه استادان اړوند موضوع ته په کتو مخکې له مخکې سلایډونه برابروي او بیا په ټولګي د ښه انتقال په موخه له هغه استفاده کوي. له دې سره سره محصلینو ته په ښه ډول د زده کړو تر لاسه کولو لپاره لکچر نوټ، معیاري درسي کتابونه، انټرنېټ، کتابتون او ډیجیټلي اسانتیاوې برابرې شوې دي. په همدې موخه د ستونزو دې له منځه وړلو او ښو لاسته راوړنو په موخه  وخت په وخت مشورتي او کنفرانسي ټولګي هم جوړېږي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم