د پوهنځي موخې

لیدلوری

د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی په ملي او نړیواله کچه د هېواد د ژبو او ادبیاتو لپاره د ژمنو او متخصص کادرونو د روزلو او اعتبار لرونکي مرکز په نوم کار کوي. له دغه پوهنځي ټول فارغ شوي محصلین داخلي ژبو او ادبیاتو ته د ژمنو، مسلکي او متعهدو کسانو په حیث په اکاډمیکو برخو کې پر کار لګیا دي.

ماموریت

د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی په لاندې ډول خپل ماموریت سرته رسوي:

  • د ټولنې اړتیاوو ته په کتو د هغو مسلکي او تخصصي کادرونو روزنه چې د افغانستان په تاریخي ارزښتونو او د هېواد پر اساسي قانون باوري ولري او په ښه ډول هېواد ته خدمت وکړي.
  • ټولنې  کارپوه محصلینو د وړاندې کولو لپاره  باکیفیته لوړې زده کړې ورکول
  • د مسلکي کیفیت ارتقاع او د ژبو او ادبیاتو په برخه کې د محصلینو د تحقیق مهارتونه لوړول
  • د هېواد د داخلي ژبو او ادبیاتو د پرمختګ او حفظ په برخه کې د محصلینو مهارتونه لوړول.

اساسي موخې

د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د جوړولو اساسي هدف په تېرو پېړیو او اوس وخت کې د کلتوري او ادبي ارزښتونو درک، د کلتور او ادب له اوسني وضعیته خبرېدل او د نوي نسل د روزنې له لارې د هغه لېږد راتلونکو نسلونو ته او د داخلي ژبو او ادبیاتو په برخه کې د مسلکي او تخصصي کادرونو روزنه ده. نو پر دې اساس د دغه پوهنځي ښوونیز هدفونه په لاندې ډول خلاصه کېږي:

  • د پښتو، دری او اوزبکي ژبو، د ژبو او ادبیاتو د مسلکي تدریس وړتیا
  • د ژب پېژندنې او ادب پېژندنې په برخو کې د علمي تحقیقاتو وړتیا لرل
  • د پښتو، دری او اوزبکي ژبو د علمي او مسلکي بډاینې وړتیا لرل
  • د پښتو، دری او اوزبکي ژبو د متونو د لیکلو، سمونې(تصحیح)، ژباړې او لیکلو مهارتونه لرل
  • د ویاندویۍ او بیان فن د مهارتونو لرل.

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.