تعلیمی پروگرامونه

د چاپېريال ساتنې پوهنځي د تدریس معیارونه اکاډميکه او منځپانګه د محصلانو په کار اچولو سره د چاپېريال ستونزوته پام وړ حلارو لټولو کې په عملي کارونو سره د هغوی ظرفيت لوړوي. د تدریس ډول یې د لیکچر،عملي کارونو ،تجربو ،ساحوی کارونو،سیمنارونو، ورکشاپونو ،او انټرشیپونو په واسطه انتقال او تطبیق کیږی. برعلاوه پدی پروګرامونه د استادانود مضمون  په تدریس کی ورځ تر بلي  نواوری اوبدلون راولي .استادان  په صنف کی زده کړیالان ته د فعالیتونو ،ګروپی کارونو، عملی کارونو په واسطه تشویقوي او همدارنګه د دی زمینه برابره کړی چی د سکټورونو که د  کارپوهانو سره ناستي وکړي د دغه دری کريډيټ انترشیپ مضمون به د محصلینو سره مرسته وکړی چې دوی خپلي زده کړی په عملي ژوند  کې تطبیق کړي .د ښه تدریس میتودونو په واسطه به زده کړیالان وکولای شي چې  تیوري او زده کړی د افغانستان پېښو مديریت، چاپېريالپوهنې، او طبيعي زېرمو مدیریت پروګرامونو، پاليسیو او د نورو اداراتو په اړوندو برخو کې تطبیق کړي تر څو دوی خپلې تخصصی رشتي کې پرمختګ وګړی او علاقه یې زیاته شي.

د مضمون  پالیسی

د مضمون ( کورس) په پالیسې کې د کريډيټ ساعت، د کورس مختصر تشریح، پام وړ پايلې ، تدریس ډول او متیود ،او د کورس یا مضمون اصلې لړلیک ،ارزیابی ،او منابع شامل دی. د چاپېریال ساتنی پوهنخې خپل کورس پالیسی د لوړو زده کړو د وزارت د فارمت په نظر کې نیولو سره جوړشوی . 

چې د څانګې د مضامینو پالیسی د مختلفو سکتوري او ذیدخلو ادارو سره د مشورتی ناستي او د نړیوالو سټنډرونو پر اساس ډیزاین شوي ، چې په دغه پالیسې کې اړینی نقشې ،مهارتونه ،پروسی ، زده کړیالانو د امتخان اخستلو لارې چارې شامل دي.چی د مضمون پالیسي خود مختاری ، د ستونزو حل او د ټکنالوجی استعمال سره مرسته کوي او همدارنګه استادانو ته د کورس د پرمختګ زمینه برابروی.

د زده کړیالانو ارزونه

د زده کړیالانو د علم او پوهی، مهارت، روش او سلوک د ارزوونې د ډول ډول میتودونو لکه جمعی یا تراکمی، متناوب، او ترکیبی په واسطه تر سره کیږی(د لیکنی، ژبنی، او په انفرادی شکل)همدارنګه څېړنو، ازموینه، د مضمون کورنۍ دنده، پروژو، ساحوی راپورونو، صنفي ازموینو، تقریری ازموینو، پوسټر پرزینټیشن، او د فصل په شروع کې زده کړیالانو ته اجازه ورکول کیږي چې دوی هم خپله پوهه وښایې او په تیوري او عملې شکل رقابتونه وکړي چې تر څوخپل فیدبیک واوري.

د لومړي او دويم صنفونو زده کړیالانو به د مقایسوي پروګرام  په واسطه ازمایل کیږي ، د دریم او څلورم ټولګی محصلین به د تطبیقاتو، عملی کارونو ، مقایسوی پروګرامونو، انترشیپونو او د مونوګرافونو څیړنو په واسطه ازمایل کیږی.

معمولاْ د کورنې دندی او په صنف کې فعالي ګډون ۳۰-۴۰٪ نمرو پوری د محصلینو لپاره په نظر کې نیول کیږی.۲۰٪ نمرو آزموینه د سمیستر په منځ کې اخستل کیږي او د سمیستر په پاې کې د ۴۰ –  ۵۰ ٪ نمرو ازموینه اخیستل کیږی .

۲۹ جد ول : دمحصلینو ارزیابی

 

نمرات

فعالیتونه

10%

په صنف درسونو کې ونډه

20-30%

کورنې دنده

20%

د سیمستر منځني ازموینه

40-50%

د سیمستر اخري ازموینه

په صنف کې د زده کړیالانو تعداد او مهال ویش

د صنف تعداد په نسبی ډول باندی کوچنی وي (د ۳۵ نفرو څخه باید زیاد نه وي)چې تر څو زده کړیالان وکولای شي په اشتراکې ډول په درس کی دخیل شي ترڅو په لوړه سطحه او ځانګړی توجو سره د تدریس په معیاري ډول ورسول شي .د کابل پوهنتون د ۵ ورځو تقسیم اوقات (شنبی څخه تر چهار شنبی پورې) رسمیات لري او تدریس چاري مخته وړي . چی دریم او څلورم صنفونو محصلینو ته۴ ورځی په صنف کې تدریس او یوه ورځ  په اړونده رشته کې ساحوی کارونه ، د ګواښونو لاندی ساحو نه لیدنه،ورکشاپونو، سمینارونو، او انترشیپونوکې ګډون وکړی.

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.