علمي مجلو کې د مقالو خپرولو د بهیر ورکشاپ دائر شو
د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري د "علمي مجلو کې د مقالو خپرولو بهیر" تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ دائر شو چې د پوهنځيو د علمي مجلو اړوندو ۲۰ تنو مسؤول مدیرانو، سرمحررانو او نورو اړوند کارمندانو ګډون درلود.
یاد ورکشاپ د علمي مجلو د مقالو د خپرولو بهیر د معیاري کولو او مستندسازۍ په موخه دایر شوی و.
په دې ورکشاپ کې د مسلکي ټرینرانو لخوا ګډونوالو ته د مقالو د خپرولو بشپړ بهیر، له مقالې د ترلاسه کولو څخه تر خپرېدو پورې، په تفصیلي ډول تشریح شو. همدارنګه د دې بهیر په هر پړاو کې د اسنادو د ثبت او ساتنې عملي لارې چارې هم وړاندې شوې.
د ورکشاپ په پای کې د ګډونوالو د پوښتنو او ځوابونو لړۍ هم ترسره شوه.
