د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئيس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز په مشرۍ د ۱۴۰۴ هـ ش د سرطان په ۳مه، ترسره شوه.
په دې غونډه کې د فوق لیسانس برنامو د مسؤولينو فعالیتونه وستايل شول او د پوهنځيو پر رئيسانو ټينګار وشو چې د درسي بهير دوامدار نظارت ته جدي پاملرنه وکړي، د سمستر د نهایي ازموینو لپاره لازم چمتووالی ونيسي، او له محرومو محصلینو سره اصولي چلند وکړي.
غونډه د اجنډا له مخې پر لاندې موضوعاتو راڅرخيده:
١. د استادانو د علمي ترفيعاتو ارزونه (کابل پوهنتون او یو شمېر ولایتي پوهنتونونه)
2. د نصاب کمېټې د پخوانیو سپارښتنو پلي کېدو ته پاملرنه او د راتلونکي سمستر د پلان تائيد
3. د کیفیت د تضمین د معیارونو پلي کول او د موجودو ستونزو حل
4. د ۱۴۰۴ هـ ش کال لپاره د اداري معاونیت د عملیاتي او بودجوي پلان تائید
5. د بهاري سمستر د نهایي ازموینو نېټې، مهالویش او د مرکزي کمېټې د غړو ټاکنه.