د پوهنځۍ اوسنی حالت

د ترسره شویو ارزونو او راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ، د پوهنځي موجود وضعیت د داخلي او بهرني چاپېریال له پلوه په لاندې ډول ارزول شوی دی:

قوتونه:

  • تجربه لرونکي او مسلکي علمي کادر؛
  • د ریاضیاتو په تدریس او زده‌کړه کې اوږده مخینه؛
  • د مناسبو علمي وړتیاوو او استعدادونو لرونکي محصلان؛
  • منظم اداري سیسټم او مشخص تشکیلاتي جوړښت.

کمزورۍ:

  • محدودې مالي سرچینې او د څېړنیزو پروژو کمښت؛
  • له اړوندو کاري بنسټونو او خصوصي سکتور سره د اغېزناکې همکارۍ محدودیت؛
  • د برېښنايي زده‌کړو د امکاناتو او ظرفیتونو محدودیت؛
  • د دوکتورا درجې لرونکو استادانو کمښت.

فرصتونه:

  • د ریاضیاتو، احصائیې او ډیټا ساینس اړوندو برخو ته د ټولنې او کار بازار د اړتیا زیاتوالی؛
  • د کورنیو او بهرنیو تحصیلي بورسونو د فرصتونو شتون؛
  • له خصوصي سکتور او نورو اړوندو بنسټونو سره د علمي او مسلکي همکاریو د پراختیا امکان؛
  • د علمي او تحصیلي پروګرامونو د پراختیا په برخه کې د لوړو زده‌کړو وزارت ملاتړ؛
  • د افغانستان د لوړو زده‌کړو په نظام کې د برېښنايي زده‌کړو او ټکنالوژۍ د کارونې تدریجي پراختیا.

ګواښونه:

  • د ریاضیاتو د فارغانو لپاره د کاري فرصتونو محدودیت؛
  • نړیوالو علمي همکاریو او مرستو ته د لاسرسي په برخه کې لوړه سیالي؛
  • د ټکنالوژۍ چټک بدلون او د تحصیلي نصاب او علمي او مسلکي مهارتونو د دوامدارې پراختیا او نوي کولو اړتیا.

د SWOT  تحلیل پایلې ښيي چې شته فرصتونه د بهرنیو ګواښونو په پرتله زیات دي، په داسې حال کې چې داخلي کمزورۍ د موجودو قوتونو په پرتله ډېرې څرګندې دي. له همدې امله، د پوهنځي ستراتیژیک موقعیت د یوه محافظه‌کارانه او اصلاحي تګلوري غوښتنه کوي، څو له شته فرصتونو څخه د کمزوریو د راکمولو، د علمي او بنسټیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا او د پوهنځي د علمي ځایګي د لوړولو لپاره اغېزناکه ګټه واخیستل شي.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: