له کابل پوهنتون څخه (۲۵۰۰) تنه محصلین فارغ شول

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۱:۱۸
215

د روان کال لیندۍ میاشتې په ۳۰نېټه د لویې جرګې په تالار کې د کابل پوهنتون ۱۴۰۲هـ ش کال محصلینو د فراغت مراسم د ا.ا.ا کابینې غړو له ډلې څخه د داخلي چارو وزارت سرپرست، د دفاع چارو وزارت سرپرست، د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ، د چارو ادارې عمومي رئیس، د کابل پوهنتون ټولو استادانو، محصلینو او مېلمنو په شتون کې ترسره شول.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتو اسامه عزیز فارغ محصلینو ته د مبارکۍ او میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل:(( په تیرو څلویښتو کلونو کې هڅې ترسره شوې، تر څو د کابل پوهنتون ملي او اسلامي رسالت له منځه لاړ شي، اما د خدای په فضل د اسلامي امارت نظام په راتلو سره یادې هڅې له منځه تللې دي.))

نوموړي په بیلابیلو برخو کې د نظام پر ځان بساینې او غښتلي کیدو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د بریا راز د هېواد علمي بنسټونو لخوا د دینداره، ژمنو او مسلکي کسانو روزل یاد کړل، دوکتور عزیز په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د تیرو دوو کالونو په جریان کې د نظام رهبرۍ په علمي او څیړنیزو برخو کې ځانګړې پاملرنه کړې ده.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شی/خ مو/لوي ندا/محمد/ ندیم په یادو مراسمو کې وویل: (( د اسلامي امارت رهبري د لوړو زده کړو ته ژمن دی او الحمدالله تر اوسه یې زموږ ټولې غوښتنې قبولې کړې دي او موږ هم په تیرو دوو کلنو کې د نصاب، زیر بنا او نویو پوهنځیو په تشکیل کې زیات پرمختګونه کړي دي.))

د یادو مراسمو په لړ کې د داخلي چارو سرپرست وزیر محترم خ/لیفه سراج ال/دین ح/قاني د خبر په لړ کې وویل: (( تیر اشغال د پوهنتون او مدرسې ترمنځ فاصله رامنځ ته کړې ده او موږ هڅې کوو، چې نوموړې فاصله له منځه یوسو، اوس بشپړه آزادي زموږ په برخه شوې ده او دا دعلمي مرکزونو مسؤلیت دی، چې خپل هېواد پخپلو پښو ودروي او له دې طلایي فرصت څخه غوره ګټه ترلاسه کړي.))

همدارنګه د دفاع چارو سرپرست وزیر ښاغلي مو/لوي/ محمد /یعقوب مج/اهد په یادو مراسمو کې وویل:(( موږ باید د ټولنې په ټولو برخو کې متخصص او مسلکي اشخاص ولرو، تر څو خپلې ستونزې خپله حل کړو او بهرنیانو ته اړ نشو، په دې برخه کې د ټولنې هیلې تاسې محصلینو او ګرانو استادانو ته دي، راشئ، ژمنه وکړئ، چې په ټول توان دې هېواد ته خدمت وکړو.))

د مراسمو په پای کې فارغو محصلینو باندې تصدیق پاڼې هم وویشل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د څار او استناد موسسې لخوا انډېکس شول

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه (د طبیعي علومو نړیوال ژورنال، د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال او د اسلامي مطالعاتو نړیوال ژورنال) رسما د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "په علمي څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سهولتونو او په اخلاقي چوکاټ کې ستونزو“ تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي ترینر پوهنیار سید. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۱۶
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: