د تیاتر ډیپارټمنټ

د برنامې پېژندنه

د تیاتر برنامه په ۱۳۵۹ کال کې د کابل پوهنتون د هنرونو ښکلا پوهنځي له نورو څانګو سره یو ځای تاسیس شوه. د دې څانګې د رامنځته کولو اساسي هدف د تیاتر په برخه کې د ځوانو او زده کړو لرونکو کادرونو روزنه ده. د کابل پوهنتون د هنرونو ښکلا د پوهنځي د مهمو پروګرامونو له ډلې څخه، د تیاتر برنامه د تجربه لرونکو او د ماسټري په کچه تحصیل یافته استادانو په لرلو سره، د ننني نسل ځوانانو ته د هنري پوهې او علم څخه د برخمنېدو زمینه برابروي.

محصلین کولای شي د کانکور ازموینې په بریالیتوب سره د تیاتر برنامې ته داخل شي. دوی خپلې زده کړې په اته سمسترونو، یعنې څلورو تحصیلي کلونو کې بشپړوي او درې‌ژبې لیسانس سند ترلاسه کوي.

د تیاتر برنامې محصلان کولای شي خپلې پای‌لیکنې (پروژې) د استادانو تر لارښونې لاندې په دوو طریقو عملی او نظري بشپړې کړي او د لیسانس دورې له امتیازونو ګټه واخلي.

محصلان د هغه درسي کریکولم له مخې چې د محترم وزارت د تحصیلات عالی له خوا منظور شوی، داسې مضامین زده کوي چې له فراغت وروسته ورته د ښه کاري فرصتونو زمینه برابروي.

د دې برنامې فارغان کولای شي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هنري برخو، د ملي تیاتر آمریت، د افغان فلم آمریت، دولتي او خصوصي تولیدي ستودیوګانو، او د افغانستان د لیدلو او اورېدونکو رسنیو په بېلابېلو هنري او فرهنګي برخو کې دندې ترسره کړي. دوی کولای شي د دې لارو خلکو ته خدمت وکړي او خپله ورځینۍ معیشت تامین کړي.

سربېره پر دې، دغه برنامه کولای شي له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د دوه‌اړخیزې همکارۍ تفاهم‌لیکونه ولري، چې له مخې یې یاد بنسټونه د تیاتر له پروګرام سره مادي او معنوي مرستې کوي.

د تیاتر د برنامې لیدلوري

د تیاتر د لیسانس برنامه د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ، د تیاتر هنر د انسانې، ټولنیزو او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم وسیله معرفي کوي. دا لید د تیاتر د هنر د هغو مثبتو اغېزو اهمیت روښانوي چې د زده‌کړې، الهام او د ټولنو او کلتورونو پر مثبت بدلون تمرکز لري.

د تیاتر د برنامې ماموریت

د تیاتر د لیسانس برنامه د تیاتر د هنر د روزنې او ترویج له لارې د انسانې او ټولنیزو ارزښتونو د لوړاوي ماموریت لري. دغه برنامه د ټولنیز همبستګۍ د پیاوړتیا، د کلتوري هویت د ټینګښت، د انساني اړیکو د تقویت او د اسلامي ټولنې د ځوانو هنري ځواکونو د روزنې لپاره کار کوي. دا برنامه چې د اسلامي اخلاقي او انسان‌محوره ارزښتونو پر بنسټ ولاړه ده، د کلتور د بډاینې او د ټولنې د ارزښتونو د لوړاوي لپاره اغېزمن رول لوبوي او د ټولنیز او کلتوري پرمختګ یو مهم وسیله ګڼل کېږي.

د تیاتر د برنامې د زده‌کړې موخې

د تیاتر برنامه د هېواد د ملي او تاریخي ارزښتونو د ساتنې لپاره رامنځته شوې ده او هڅه کوي چې د اسلامي ښوونو او د اسلامي امارت د تګلارو په رڼا کې د ځوانانو د تحصیلي کچې د لوړاوي لپاره خدمت وکړي. سربېره پردې، لاندې موخې هم تعقیبوي:

  • د تیاتر د هنر له بنسټیزو مفاهیمو او عملي مهارتونو سره د محصلانو بلدول.
  • د ځوان نسل روزنه د داسې ژمن، متخصص او څېړنوپاله ځواک په توګه چې وکولای شي د بشري پوهې د بن‌مایو په بډاینې کې ونډه واخلي او د تیاتر د هنر د بریالي هنرمند په توګه د هنري تولیداتو د ښه‌والي لپاره وړتیا ولري، لکه: د نمایشونو اجرا، رول ادا کول په فلمونو کې، او نور هنري فعالیتونه.
  • د هېواد له ادبي، هنري، کلتوري، تبلیغاتي او تاریخي سرچینو سره د محصلانو بشپړه بلدیت؛ ترڅو د پردیو کلتوري او عقیدوي یرغل پر وړاندې یې د ساتنې او پاسدارۍ توان پیدا کړي.
  • د محصلانو بلدتیا له معیاري او معاصر تیاتري آثارو او طریقو سره، په ملي او سیمه‌ییزه کچه.
  • په مربوطه برخه کې څېړنه، تألیف او د کتابونو ژباړه.
  • هڅه د داسې مسلکي کادرونو د روزنې لپاره چې د تیاتر د هنر له لارې د ټولنیزو ستونزو، نیمګړتیاوو او کلتوري مسایلو د انعکاس ظرفیت ولري.
  • له ملي او نړیوالو بنسټونو سره په هنري او کلتوري مسایلو کې همکاري او ونډه اخیستل، په ځانګړي ډول په اسلامي هېوادونو کې.

ارزښتونه

لاندې ارزښتونه د دې برنامې په درسي نصاب کې په پام کې نیول شوي دي:

  1. د دیني او ملي اسلامي ارزښتونو او شعایرو ساتنه، درناوی او رعایت.
  2. د عقیدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي روحيې هر اړخیزه پیاوړتیا.
  3. د اخلاص، تقوا او د عبادتونو د ترسره کولو روحيې تقویه.
  4. د دین‌پالو، مسلکي او د اسلامي ارزښتونو پابندو کادرونو روزنه.
  5. د اسلامي ورورولۍ، وحدت، شفقت، همدردۍ، خدمت‌ګزارۍ، متقابل احترام او ایثار روحيې پیاوړتیا.
  6.  په ورځني ژوند کې د شرعي احکامو عملي کول او په هغو باندې د قوي باور روحيې ټینګښت.
  7. د دینی او عصري علومو ترمنځ د اړیکې د ټینګښت او توازن روحيې پیاوړتیا، د دیني اصالت او د زمانې اړتياوو پر بنسټ.
  8. د انساني روحاني، فکري او بدني اړتیاوو ترمنځ د توازن ټینګښت د وحی او الهي احکامو پر بنسټ.
  9. د اسلامي، هنري، کلتوري او ملي ارزښتونو ساتنه او پاسداري.
  10. د تیاتر هنر د ملتونو ترمنځ د یوې ګډې ژبې په توګه پېژندل شوی او اوس هم د نړۍ له مهمو او منل شوو هنرونو څخه ګڼل کېږي.
  11. د افغانستان د تیاتر هنر تاریخي شالید او ارزښتمنې لاسته راوړنې لري او په معاصر عصر کې د افغاني ټولنې یوه مهمه اړتیا او محسوسه اړتیا بلل کېږي.

د تیاتر د برنامې د دوراني بیاکتنې لنډه پایله

د تیاتر برنامه په ۱۴۰۳ کال کې دوراني بیاکتنه شوه، او د درنولیا پانل د یاداښتونو پر بنسټ اړینې شکلي او محتوایي اصلاحات پلي شول. د کیفیت د ارتقا د محترم آمریت د مکتوب د شمارې (411) مؤرخ 23/10/1403 له مخې، د تیاتر د برنامې د دوام وړاندیز شوی دی.

 

د مسلکي مضامین جدول

شمېره

د مضمون نوم

د مضمون کود

د مضمون کریدت

1

د تیاتر لارښودنه۱

B.T.0117

۲

2

د تیاتر لارښودنه۲

B.T.0217

۲

3

د تیاتر لارښودنه۳

B.T.0317

۴

4

د تیاتر لارښودنه۴

B.T.0417

۴

5

د تیاتر لارښودنه۵

B.T.0517

۳

6

د تیاتر لارښودنه۶

B.T.0617

۴

7

د تیاتر لارښودنه۷

B.T.0717

۴

8

د تیاتر لارښودنه۸

B.T.0817

۳

9

اداکاري۱

B.T.0118

۲

10

اداکاري۲

B.T.0218

۲

11

اداکاري۳

B.T.0318

۴

12

اداکاري۴

B.T.0418

۴

13

اداکاري۵

B.T.0518

۳

14

اداکاري۶

B.T.0618

۴

15

اداکاري۷

B.T.0718

۴

16

اداکاري۸

B.T.0818

۳

17

تحلیل او تجزیه

B.T.0119

۲

18

د صحني وینا۱

B.T.0520

۲

19

د صحني وینا۲

B.T.0620

۲

20

د صحني وینا۳

B.T.0720

۲

21

د ډرامې لیکلو اصول

B.T.0421

۲

22

ډراماتيک ادبیات

B.T.0222

۲

23

نقد 1

B.T.0723

۲

24

نقد 2

B.T.0823

۳

25

مکیاژ 1

B.T.0524

۲

26

مکیاژ 2

B.T.0624

۲

27

د  نړی د تیاتر تاریخ

B.T.0325

۲

28

د افغانستان د تیاتر تاریخ

B.T.0426

۲

29

ډوبله کول ۱

B.T.0727

۲

30

ډوبله کول ۲

B.T.0827

۴

31

انڅورګری

B.T.0228

۴

 

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: