د کابل پوهنتون د فوق لسانس برنامو نوی امر معرفي شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۱۱:۲۳
معرفی آمر

د روان ۱۴۰۰ د کب په ۸ د یکشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د فوق لسانس برنامو نوی امر د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال او یو شمېر استادانو په حضور کې د یاد امریت کارمندانو ته معرفي شو.

پوهنوال دکتور یارمحمد منګل د کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د عربي څانګې استاد د پوهنتون د علمي چارو مرستیال له لوري د کابل پوهنتون د فوق لسانس برنامو د نوي امر په توګه معرفي شو.

د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي د دکتور منګل د معرفي په غونډه کې د دې برخې د پخواني امر د کارونو څخه د ستاینې ترڅنګ یې دکتور منګل یې د درناوي، نیک صفته، په لوړو زده کړو سمبال او د پوهنتوني معیارونو سره برابر شخص وباله او د نوي مسوولیت د مبارکي ترڅنګ یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه. همدارنګه دکتور منګل د کابل پوهنتون رهبري د باور څخه د مننې ترڅنګ یې هیله وښوده، چې وکولای شي د پوهنتون رهبري او استادانو په همکاري،  ورته سپارل شوی نوی مسوولیت په ښه توګه پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د ژبو، کمپیوټري زده‌کړو، ویناوالۍ، شغلي مهارتونو، د څېړنې میتودونه، خطاطۍ، SPSS. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: