په پنځو فرامینو کې د تر سره شوې سيالۍ پايلې اعلان شوې
په کابل پوهنتون کې د عاليقدر امير المؤمنين (حفظه الله تعالی ورعاه) په پنځو فرامينو کې د اخیستل شوي سياليزې ازموینې پایلې اعلان شوې.
دا سيالي د دې پوهنتون د محصلینو د همغږۍ او خدمتونو امریت له لوري تنظيم شوې وه چې شاوخوا زر تنو محصلانو په کې ګډون کړی وو او تر کتبي آزموينې وروسته يې پايلې نن د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
د غونډې ويناوالو د فرامينو پر اهميت، د امیر د اطاعت پر وجوب، د فرامینو اړوند پر عامه پوهاوي او د هغو د پلي کولو اړوند بحث وکړ او وويل شول، چې د شرعي امير اطاعت د الله تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر او واجب عمل دی. همدا رنګه محصلین وهڅول شول چې د فرامينو د زده کړې په څېر، د هغو د تطبیق په برخه کې هم سيالي وکړي، د مسلکي زده کړو ترڅنګ دا امتياز هم ترلاسه او د الله جل جلاله رضا حاصله کړي.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین، د امر بال،معروف او نه،ي عن المن،کر وزارت مسلکي معین، د کابل پوهنتون رئیس، مرستیالانو او د پوهنځيو رئيسانو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، د کابل طبي پوهنتون محصلانو چارو مرستیال هم حضور درلود.
د دې سيالۍ ټولو برياليو ګدونوالو ته جوائز او ستاینليکونه او د لوړو نومرو ترلاسه کوونکو ته ځانګړي جوائز ورکړل شول.
