په کابل پوهنتون کې د کانګو تبې ناروغۍ او د ضررونو په اړه یې د ټولنې په پوهاوي کې د علماوو او متنفذینو د رول ملي کنفرانس جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۴ - ۱۷:۱۸
تصویر

دا ملي او علمي کنفرانس، چې د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځۍ او د علمي څېړنو آمریت په نوښت جوړ شوی وو، د عامې روغتیا، معارف، کرنې او مالدارۍ، حج او اوقاف وزارتونو استازو، استادانو، د کابل طبي پوهنتون استازو، د کابل ښار د ښوونې او روزنې مدیرانو او استادانو، د کابل ښاروالۍ او ناحیو استازو، ژورنالستانو او د رسنیو استازو هم پکې ګد‌ون کړی وو.

یاد کنفرانس د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل او وروسته د وترنري علومو پوهنځۍ رئیس پوهاند دوکتور شيرشاه سادات د کنفرانس د معرفي په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې پوهنتونونه د علم د تولید په وسیله باید د ټولنې د لارښوونې سبب شي او خلکو ته اغېزمنه او ګټوره پوهه ورسوي تر څو خلک ورڅخه مثبته ګټه پورته کړي.

وروسته د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز  له شرعي او عقلي اړخه له ناروغیو څخه د ځان په ساتنه تأکید وکړ او ویې ویل، چې وقایه تر علاج غوره ده او په هېواد کې د ساري ناروغیو د پوهاوي کچه کمه ده او پدې هکله باید عامه پوهاوی زیات شي.

دوکتور عزیز ددې ‌‌‌‌‌‌ډول برنامو د ګټور بللو ترڅنګ وویل، چې پوهنتونونو او علمي بنسټونو دنده لري تر څو په ټولنه کې د شته ستونزو اړوند مسلکي څېړنې ترسره کړي. او دا د عالمانو، متنفذینو، استادانو په ځانګړې توګه د حج او اوقافو وزارت، ښارواليو او رسنیو دنده ده، چې دا علمی پوهاوی ټولنې ته ورسوي ترڅو له ناروغیو څخه د خلکو د ځان په ساتنه کې ګټور تمام شي. 

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخواه د وترنري علومو پوهنځۍ له لوري د یاد کنفرانس د جوړېدو په پار مننه وکړه او دا یې نېک، علمي او منل شوی کار یاد کړ، چې د یو علمي او اکا‌‌‌‌‌‌ډمیک بنسټ له لوري د مسؤولیت د تر سره کولو په معنا دی.

همدارنګه په دې کنفرانس کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني صحت رئیس مفتي ذاکرالله هم د موضوع اړوند خبرې وکړې او  د یاد پوهنتون له نوښت څخه یې مننه وکړه او ویې ویل، چې په دې برخه کې د وترنري پوهنځۍ او نورو اړوندو برخو سره به پوره همکاري کوي.

د عامې روغتیا د سرویلانس د برخې رئیس ښاغلي ‌‌‌‌‌‌ډاکټر احدي هم پدې کنفرانس کې خبرې وکړې او ویې ویل، چې لوی اختر په رارسېدو دی او په کانګو تبه د اخته کېدو شونتیا زیاته ده، نو پدې برخه کې زیات پوهاوي ته اړتیا ده او پدې شرایطو کې د کابل پوهنتون دا کار د ستاینې وړ دی.

د کنفرانس په دویمه برخه کې د کابل پوهنتون د وترنري پوهنځي استادانو ښاغلي پوهنوال ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اسد الله صمدي او ښاغلي پوهنوال ‌‌‌‌‌‌ډاکټر احمد جان آبي، هر یوه د کانګو «تبه او د مبارزې د مخنیوي لارې چارې» او «انسان او‌حیوان ته د زونوز ناروغیو په لېږد کې د خمنډکو رول» په موضوعاتو هر اړخیزې خبرې او د کانګو تبې په هکله یې پوره معلومات، خطرونه او د اخته کېدو د مخنیوي لارې چارې له ګډونوالو سره شریک کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۹:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د کابل پوهنتون له فوق لیسانس برنامو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي شیخ مولوي نداء محمد ندیم، د کابل پوهنتون د ماسترۍ او دکتورا برنامو له فعالیتونو څخه کتنه وکړه.

په دې لېدنه کې، ښاغلي وزیر د یوی غونډې په ترڅ کې د فوق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۵۶
Background image

د کابل پوهنتون رهبرۍ له ممتازو محصلینو سره ګډه ناسته وکړه

د کابل پوهنتون د رییس دوکتور اسامه عزیز په مشرۍ د کابل پوهنتون له ټولو پوهنځیو څخه پنځوس تنو ممتازو محصلینو سره نن د غبرګولي پر اته ویشتمه نېټه ګډه ناسته ترسره شوه.

په ناسته کې ممتازو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.