په کابل پوهنتون کې د سپینې امسا (نابینایانو) نړیواله ورځ ولمانځل شوه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۴:۵۴
11

د اکتوبر ۱۵مه د سپینې امسا (نابینایانو) ورځ ده. دغه ورځ د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز، د ریاست مرستیالانو، د ښار جوړونې وزارت، د کابل ښاروالۍ استازو، ګڼ شمېر محصلینو او نابینا محصلینو په ګډون د پوهنتون په نوي ادیتوریم کې ولمانځل شوه.

د پوهنتون رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې په یاد پروګرام کې د ګډون له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې معلولیت د دوی د پرمختګ مخه نشي نیولای که چېرته دوی هدف او اراده ولري نو کولای شي زده کړه او ټولنې ته خدمت وکړي. هغه یاده کړه چې اوس مهال په کابل پوهنتون کې شاوخوا ۸۰ تنه نابینایان محصلین په بېلا بېلو څانګو کې په زده کړه بوخت دي، چې له دې جملې ۳۰ تنه ښځینه او پاتې نور یې نارینه محصلین دي.

پدې غونډه کې د ښارجوړونې وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس رحمت الله قدیري هم خبرې وکړې او معلولین په ځانګړي توګه نابینایانو ډله یې د درناوي وړ وبلل. او زیاته یې کړه، چې نابینایانو د نبي علیه السلام پر وړاندې یو خاص ځای درلود او موږ باید د هغوی په قدر پوه شو.

وروسته په کابل پوهنتون کې د نابینایانو د ملاتړ د ټولنیزې ټولنې مشر سید اشرف بدخش او په پوهنتون کې د برېل مطبعې د تخنیکي برخې مسؤل محمد هادي الهام په خپلو خبرو کې د یادې غونډې د جوړېدو په خاطر د کابل پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه. او ویې ویل چې نابینایان د ټولنې زیار کښ او کارنده برخه ده نو باید د دوی له ظرفیتونو او وړتیاوو څخه کار واخیستل شي او دا یې د نظام د مسؤلینو دنده وبلله.

په غونډه کې د کابل پوهنتون د برېل مطبعې مسؤل حسیب الله ظاهر، د خبرو پر مهال د نابینایانو لپاره د ښوونې او روزنې په برخه کې د مؤسساتو د پاملرنې، د کابل پوهنتون څخه د ماسټري برنامې د برابرولو زمینه او همدارنګه د ښارجوړونې وزارت لخوا د استوګنځي او کور جوړولو غوښتنه وکړه.

یاده غونډه د نابینایانو لخوا په برېل مطبعه کې د عملي کارونو په تر سره کولو سره پای ته ورسېده، چې د پوهنتون د مشرتابه او ګډونوالو د توجه او خوښي وړ وګرځېده. د برېل مطبعې اداره د نابینا محصلینو لپاره د درسي کتابونو او چپترونو د چاپ زمینه برابروي چې د نابینا کسانو په واسطه به د کابل په پوهنتون کې مخ ته وړل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۹
Background image

د څو پوهنتونونو استادانو ته د مسلکي ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي له لوري د هېواد د شلو پوهنتونونو د استادانو لپاره د فزيک په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ پيل شو. ياد ورکشاپ د استادانو د علمي او عملي وړتياوو د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: