د کمپیوټر ساینس د دکتورا محصلینو او اړوند ادارو ترمنځ علمي ـ څېړنیزه ناسته ترسره شوه
د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دوکتورا دورې د محصلینو او یو شمېر امارتي او خصوصي ادارو د استازو ترمنځ علمي ـ څېړنیزه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کورنیو چارو، عامې روغتیا، لوړو زده کړو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کانونو او پټرولیم، ترانسپورت او هوايي چلند وزارتونو، د اترا ادارې، د ښاروالیو چارو د تنظیم ادارې، افغان پست عمومي ریاست، کابل ښاروالۍ او افغان بیسیم مخابراتي شرکت محترمو استازو ګډون کړی و.
د ناستې ویناوالو د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له علمي او مسلکي ظرفیتونو څخه یادونه وکړه او د ټکنالوژۍ په برخه کې یې له امارتي او خصوصي ادارو سره د علمي او مسلکي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. همدارنګه، په افغانستان کې د اغېزمنې پالیسۍ جوړونې لپاره یې د علمي او څېړنیزو مطالعاتو اهمیت څرګند کړ.
په دې ناسته کې د بېلابېلو ادارو محترمو استازو د خپلو اړوندو کاري او څېړنیزو برخو، شته ستونزو او هغو موضوعاتو په اړه چې د علمي څېړنو او مناسبو حللارو اړتیا ورته لیدل کېږي، د پریزنټېشنونو او کاري ګروپونو له لارې له محصلینو سره معلومات شریک کړل.
همدارنګه، د یادو ادارو استازو له محصلینو سره خپلې کاري او مسلکي اړتیاوې، د څېړنې لومړیتوبونه او هغه موضوعات شریک کړل چې د علمي مطالعاتو او څېړنو له لارې د مناسبو او عملي حللارو موندلو ته اړتیا لري.
د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له لوري د علمي ـ څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا، د محصلینو د څېړنیزو وړتیاوو د ودې او د علمي څېړنو د پایلو د عملي کولو په موخه د ورته ناستو دوام مهم وبلل شو.
