په فارمسي پوهنځي کې د شکرې نارغۍ (دیابت) له نړیوالې ورځ نمانځنه تر سره شوه

د روان کال لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه د سه شنبې په ورځ د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي کې د شکرې ناروغۍ ( دیابت) نړیوالې ورځې نمانځنه ترسره شوه.
پدې غونډه کې د پوهنتون مرستیالانو، مختلفو پوهنځیو رئیسانو، فارمسي پوهنځي رئیس، استادانو، نشراتو آمر او اداري همکارانو برخه اخیستې وه.
د فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلی پوهنوال آقا محمد ژکفر د شکرې ناروغۍ نړیوالې ورځ په تاریخچه خبرې وکړې اود یادې غونډې موخه یې ددې ناروغۍ پیژندنې، زیانونو او مخنیوي یاد کړ.
د پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي محمداشرف غیرت په دې غونډه کې د انسانانو روغتیا په اړه خبرې وکړې او د ناروغیو په تداوۍ او په ځانګړي توګه د شکرې ناروغۍ د تشخیص، مخنیوي او درملنې په برخه کې عامه پوهاوی اړین یاد کړ او هغه یې د علمي بنسټونو دنده وبلله او له فارمسي پوهنځي څخه یې ددې غونډې جوړېدو له امله مننه وکړه.
په دې غونډه کې د فارمسي پوهنځي دوه تنه استادانو ښاغلي پوهاند محمدعمر سهیم او پوهاند قند آغا نظري د شکرې ( دیابت) او مغزي سکتې په اړه خپل علمي کنفرانسونه وړاندې کړل، چې د ګډونوالو د پام وړ وګرځېدل.