هوکړه لیک

هوکړه لیک له هغې لیکلې ژمنې څخه عبارت دی چې د دوه یا له دوه ډېرو رسمي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ لپاره کېږي، چې په یوه رسمي سند کې پلان شوی وي.  له قانوني پلوه د تړون عملي کېدل هتمي نه دي، خو د دواړو خواوو لخوا د یوه رسمي قرارداد د مخکې وړلو  تمایل بیانوي. په همدې اساس د علمي څېړنو مرکز د څیړنیزو فعالیتونو د پراختیا او د کابل پوهنتون د استادانو د علمي او څیړنیزو پروژو د ملاتړ  لپاره له  دولتي او نړۍ‌والو سازمانونو سره تړونونه کوي، چې له هغو تړونونو څخه یو یې د UNDP محترمې موسسې سره د تخنیکي او مالي مرستو په چوکاټ  کې لاسلیک کړی دی.

لیدلوری:

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو د مرکز لیدلوری له دولتي او نادولتي موسسو او سازمانونو سره د تړون لاسلیکولو په اړه دا دی، چې د علمي کدري غړو، له تحصیله فارغو شويو، دولتي او نادولتي سازمانونو د علمي ملاتړ  په پار د یوه معیاري علمي چاپیریال زمینه برابره کړي، چې د هېواد د پرمختګ لامل شي.

ماموریت:

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو مرکز دنده له ملي او نړۍ‌والو موسسو سره د تړون لاسلیکولو په اړوند دا ده، چې په بېلابېلو څانګو کې د ورکشاپونو برابرولو، د څېړنیزو پروژو ملاتړ او معیاري او پرمختللي علمي څېړنو پراختیا او پرمختګ کې هر اړخیزه مالي او تخنیکي مرستې وکړي، چې د بنسټیز پرمختګ او لاسته راوړنو لپاره د ټولنې په ګټه وي.

د علمي څېړنو د مرکز موخې

  • د علمي څېړنو معیاري او پرمختللی سیستم جوړول او د دې برخې د تقویې له لارې د دولتي او نادولتي اکاډمیکو سکتورونو د پرمختګ په مخ کې د پرتو ستونزو حل کول.
  • له وزارتونو، ادارو او نورو دولتي او خصوصي موسسو سره د ملي اقتصاد د پرمختګ لپاره د علمي او مشورتي زمینې برابرول.
  • د دولتي، ملي او نړۍ‌والو موسسو په مالي مرسته د کابل  پوهنتون استادانو لپاره د څېړنې د زده کړې په پار د ورکشاپونو جوړول.
  • د دولتي بنسټونو، خصوصي، ملي او نړۍ‌والو موسسو له لارې د علمي څېړنو لپاره د سرچینو برابرول.

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم