لید لوری، مأموریت او موخې
الف- د پوهنځي لیدلوری
په ملي، سیمهییزه او نړۍواله کچه د یو مخکښ بنسټ په توګه د وترنري زدکړو او څېړنو په برخه کې د واحدې روغتیا تګلارې په پام کې نیولو سره د وترنري علومو پوهنځي معرفي کول.
ب- د پوهنځي مأموریت
د څارویو د روغتیا، تولید، هوساینې او د عامې روغتیا د ساتنې لپاره د واحدې روغتیا تګلارې په پام کې نیولو سره د متخصصینو د تربیې په موخه په نظري او عملې توګه د و وترنري مسلک اړوند د باکیفته لوړو زدکړو او څېړنو وړاندې کول.
ج- د پوهنځي بنسټیز ستراتیژیک اهداف
- ټولنې ته د مسلکي او روزل شوو وترنرانو وړاندې کول؛
- د حیواناتو د روغتیا د کیفیت ښه کول او د هغوی د تولید زیاتوالی؛
- د باکیفیته خوړو د برابرولو له لارې د انسان د روغتیا ښه کول او د انسانانو او څارویو ترمنځ د ګډو (زونوز) ناروغیو څخه د انسانانو ساتنه؛
- د واحدې روغتیا په رامنځته کولو کې ونډه اخیستل او فعاله مشارکت؛
- د خوړو د امنیت او مصونیت د اوږدمهالو پروګرامونو په جوړولو او تطبیق کې ونډه اخیستل؛
- په علمي نوښت د ځوانانو د ملي روحیې پیاوړتیا او د ستونزو د حل لپاره د تطبیقي څېړنو له لارې د حللارې رامنځته کول؛
- د تطبیقي څېړنو د ترسره کولو او د علمي مدونو پالیسیو د جوړولو له لارې د هېواد د مالدارۍ او وترنري خدمتونو په پراختیا کې فعاله ونډه اخیستل.