ستراتیژیک پلان
د ریاضیاتو پوهنځي د ستراتیژیک پلان لنډیز
(۱۴۰۱–۱۴۰۵ هـ.ش. / ۱۴۴۳–۱۴۴۷ هـ.ق.)
۱. پېژندنه
د کابل پوهنتون د ریاضیاتو پوهنځي ستراتیژیک پلان د ۱۴۰۱–۱۴۰۵ هـ ش (۱۴۴۳–۱۴۴۷ هـ ق) کلونو لپاره د علمي پرمختګ، د ظرفیتونو پیاوړتیا، د تدریس او زدهکړې د کیفیت لوړولو، د اداري چارو د تنظیم او د څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا په موخه د یوه روښانه او منظم چوکاټ په توګه ترتیب شوی دی. دغه پلان د استادانو، کارکوونکو، محصلانو او مسؤولینو د ګډې همکارۍ او ونډې اخیستنې پایله ده او د داخلي او بهرني چاپېریال د تحلیل او د افغانستان د علمي او پرمختیايي اړتیاوو په پام کې نیولو سره ترتیب شوی دی. په دې پلان کې دSWOT تحلیل، څو پړویزه موخو ټاکل، کلني عملیاتي پلانونه او د څارنې او ارزونې میکانیزمونه کارول شوي، چې د پنځهکلنې دورې په اوږدو کې د پوهنځي د فعالیتونو او پرمختګ لوری ټاکي.
۲. د ریاضیاتو پوهنځي پېژندنه او مخینه
د ریاضیاتو پوهنځي د رامنځته کېدو مخینه ۱۳۲۱ هـ ش (۱۳۶۱ هـ ق) کال ته رسېږي؛ هغه مهال چې د ساینس پوهنځي په چوکاټ کې د فزیک، کیمیا او بیولوژۍ ترڅنګ د ریاضیاتو تدریس هم پیل شو. په ۱۳۴۸ هـ ش (۱۳۸۹ هـ ق) کال کې د ریاضیاتو څانګه د ریاضیاتو او فزیک له ګډې څانګې څخه جلا شو او په خپلواکه توګه یې خپلو علمي او تدریسي فعالیتونو ته دوام ورکړ. وروسته، د ۱۳۹۳ هـ ش (۱۴۳۵–۱۴۳۶ هـ ق ) کال د طرحې پر بنسټ، چې د ساینس پوهنځي د تفکیک په موخه ترتیب شوې وه، د ریاضیاتو څانګه په ۱۳۹۵ هـ ش (۱۴۳۷–۱۴۳۸ هـ ق) کال کې د ریاضیاتو خپلواک پوهنځي ته ارتقا وکړه. د ریاضي علومو پوهنځی، د ریاضیاتو په برخه کې د تحصیلي پروګرامونو د وړاندې کولو ترڅنګ، د کابل پوهنتون د نورو پوهنځیو لپاره د اړتیا وړ ریاضي مضامینو د تدریس مسؤولیت هم لري. په معاصرو علومو، ټکنالوژۍ، د معلوماتو په تحلیل، موډلجوړونه او د پېچلو علمي او تطبیقي مسایلو په حل کې د ریاضیاتو بنسټیز او مخ پرزیاتېدونکی رول د دې لامل شوی چې د ریاضیاتو اهمیت لا زیات شي او د پوهنځي د علمي، تدریسي او څېړنیزو ظرفیتونو د لا پراختیا اړتیا نوره هم محسوسه شي.
۳. د شته وضعیت ارزونه
د ترسره شویو ارزونو او راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ، د پوهنځي موجود وضعیت د داخلي او بهرني چاپېریال له پلوه په لاندې ډول ارزول شوی دی:
قوتونه:
- تجربه لرونکي او مسلکي علمي کادر؛
- د ریاضیاتو په تدریس او زدهکړه کې اوږده مخینه؛
- د مناسبو علمي وړتیاوو او استعدادونو لرونکي محصلان؛
- منظم اداري سیسټم او مشخص تشکیلاتي جوړښت.
کمزورۍ:
- محدودې مالي سرچینې او د څېړنیزو پروژو کمښت؛
- له اړوندو کاري بنسټونو او خصوصي سکتور سره د اغېزناکې همکارۍ محدودیت؛
- د برېښنايي زدهکړو د امکاناتو او ظرفیتونو محدودیت؛
- د دوکتورا درجې لرونکو استادانو کمښت.
فرصتونه:
- د ریاضیاتو، احصائیې او ډیټا ساینس اړوندو برخو ته د ټولنې او کار بازار د اړتیا زیاتوالی؛
- د کورنیو او بهرنیو تحصیلي بورسونو د فرصتونو شتون؛
- له خصوصي سکتور او نورو اړوندو بنسټونو سره د علمي او مسلکي همکاریو د پراختیا امکان؛
- د علمي او تحصیلي پروګرامونو د پراختیا په برخه کې د لوړو زدهکړو وزارت ملاتړ؛
- د افغانستان د لوړو زدهکړو په نظام کې د برېښنايي زدهکړو او ټکنالوژۍ د کارونې تدریجي پراختیا.
ګواښونه:
- د ریاضیاتو د فارغانو لپاره د کاري فرصتونو محدودیت؛
- نړیوالو علمي همکاریو او مرستو ته د لاسرسي په برخه کې لوړه سیالي؛
- د ټکنالوژۍ چټک بدلون او د تحصیلي نصاب او علمي او مسلکي مهارتونو د دوامدارې پراختیا او نوي کولو اړتیا.
د SWOT تحلیل پایلې ښيي چې شته فرصتونه د بهرنیو ګواښونو په پرتله زیات دي، په داسې حال کې چې داخلي کمزورۍ د موجودو قوتونو په پرتله ډېرې څرګندې دي. له همدې امله، د پوهنځي ستراتیژیک موقعیت د یوه محافظهکارانه او اصلاحي تګلوري غوښتنه کوي، څو له شته فرصتونو څخه د کمزوریو د راکمولو، د علمي او بنسټیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا او د پوهنځي د علمي ځایګي د لوړولو لپاره اغېزناکه ګټه واخیستل شي.
۴. لیدلوری، مأموریت او محوري ارزښتونه
لیدلوری
د افغانستان او سیمې په کچه د ریاضیاتو په تدریس او زدهکړه، د پوهې په تولید، څېړنه او نوښت کې په یوه مخکښ پوهنځي بدلېدل.
مأموریت
- د تدریس، څېړنې، تحصیلي بورسونو او لنډمهالو روزنیزو پروګرامونو له لارې، د منل شویو علمي معیارونو او معاصرې ټکنالوژۍ په کارونې سره، د استادانو د پوهې او علمي ظرفیتونو لوړول او د وړ علمي کادر روزل؛
- د ټولنې او کار بازار اړتیاوو ته په پام سره د محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیتونو لوړول او د ریاضیاتو، احصائیې او محاسباتو په برخو کې د مسلکي متخصصانو د روزنې لپاره د مناسب تحصیلي چاپېریال برابرول؛
- د افغانستان له اړتیاوو سره سم د علمي څېړنو د ترسره کولو زمینه برابرول، د معیاري علمي پوهې او اثارو تولید او د ټولنې په علمي او تلپاتې پرمختګ کې فعاله ونډه اخیستل؛
- د لوړو زدهکړو له منل شویو معیارونو سره سم معیاري تدریس وړاندې کول او د کابل پوهنتون د نورو پوهنځیو لپاره د اړتیا وړ ریاضي مضامین په اغېزناک ډول تدریسول؛
- د یوه پرانیستي علمي چاپېریال او اکاډمیکو همکاریو د پیاوړتیا له لارې، د افغانستان په کچه د علمي، تدریسي، محاسبوي او مدیریتي خدمتونو لپاره د وړ او ژمنو متخصصانو روزل او ټولنې ته وړاندې کول.
محوري ارزښتونه
- اسلامي او افغانستان شموله ارزښتونو ته پابندي او ژمنتیا؛
- په تدریسي، علمي او څېړنیزو خدمتونو کې کیفیت ته ژمنتیا؛
- د انساني کرامت او عزت درناوی؛
- د سالمې علمي سیالۍ د روحیې پیاوړتیا؛
- له فارغانو سره موخهلرونکې او دوامداره اړیکې؛
- هڅې، خلاقیت، ابتکار او نوښت ته ژمنتیا؛
- په داخلي او نړیواله کچه د علمي همکاریو پیاوړتیا او پراختیا.
۵. ستراتیژیک اهداف
لاندې لس ستراتیژیک اهداف د پلان اساسي محورونه جوړوي:
- د علمي څېړنو او نوښت پراختیا؛
- د رهبرۍ او مدیریت ښهوالی، د روڼتیا پیاوړتیا او له اداري فساد سره مبارزه؛
- د تحصیلي نصاب بیاکتنه او پراختیا؛
- د علمي او اکاډمیک کیفیت لوړول او د اعتبار ورکونې لپاره د زمینې برابرول؛
- د برېښنايي زدهکړو پراختیا او په تدریس کې د ټکنالوژۍ اغېزناکه کارونه؛
- د زیربناوو او اړینو علمي امکاناتو ښهوالی او پراختیا؛
- د استادانو، کارکوونکو او محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیتونو لوړول؛
- د څېړنیزو پالیسیو او فعالیتونو پیاوړتیا؛
- په داخلي او نړیواله کچه د علمي او اکاډمیکو همکاریو پراختیا؛
- د تحصیلي چاپېریال ښهوالی او د محصلانو د خدمتونو پیاوړتیا.
۶. ستراتیژۍ او عملیاتي اهداف
د هر ستراتیژیک هدف د تحقق لپاره مشخصې ستراتیژۍ، فعالیتونه او عملیاتي اهداف ټاکل شوي دي، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
الف ـ د علمي څېړنو او نوښت پراختیا
- د علمي او څېړنیزو فعالیتونو او پروژو زیاتول او پیاوړي کول؛
- د علمي مقالو د خپرولو او د علمي کتابونو د تألیف او ژباړې لپاره د استادانو هڅول او ملاتړ؛
- د علمي او څېړنیزو فعالیتونو لپاره د اړتیا وړ لابراتوارونو د جوړولو او تجهیز زمینه برابرول.
ب ـ د برېښنایي زدهکړو پراختیا
- د برېښنايي زدهکړو له سیسټمونو او امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې پراختیا؛
- په تدریس کې د ډیجیټلي وسایلو او ټکنالوژۍ د اغېزناکې کارونې په برخه کې د استادانو د ظرفیت لوړول؛
- د زدهکړې د مدیریت سیسټم (LMS) او د اړتیا وړ نورو تخنیکي وسایلو او امکاناتو برابرول.
ج ـ د زیربناوو او امکاناتو پیاوړتیا
- د کمپیوټري لابراتوار او نورو اړینو علمي امکاناتو جوړول او تجهیزول؛
- د کنفرانسونو او علمي غونډو د تالار تجهیزول؛
- د درسي ټولګیو لپاره د پروجکټورونو، غږیزو سیسټمونو او نورو مرستندویه تدریسي وسایلو برابرول.
د ـ د ظرفیتونو لوړول
- د استادانو لپاره د تخصصي ورکشاپونو او مسلکي روزنیزو پروګرامونو جوړول؛
- د محصلانو د علمي او عملي مهارتونو لوړول، په ځانګړي ډول د تطبیقي ریاضیاتو په برخه کې؛
- د مدیریت، ادارې او ټکنالوژۍ د اغېزناکې کارونې په برخو کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړول.
هـ ـ د علمي همکاریو پراختیا
- له کورنیو پوهنځیو، پوهنتونونو او علمي بنسټونو سره د همکاریو پیاوړتیا؛
- له معتبرو داخلي او نړیوالو علمي او څېړنیزو بنسټونو سره د هوکړهلیکونو (MoUs) د لاسلیک زمینه برابرول؛
- په کنفرانسونو، سیمینارونو، ورکشاپونو او نورو علمي پروګرامونو کې ګډون ته د استادانو او محصلانو هڅول.
۷. پنځهکلن عملیاتي پلان
د ستراتیژیکو اهدافو او ستراتیژیو د اغېزناک تطبیق لپاره پنځهکلن عملیاتي پلان ترتیب شوی، چې په اساسي توګه لاندې موارد په کې شامل دي:
- عمده او کلني فعالیتونه؛
- د اجراآتو د سنجش او ارزونې شاخصونه؛
- مسؤول اشخاص او د تطبیق مسؤول واحدونه؛
- د فعالیتونو د تطبیق مهالوېش؛
- مالي، بشري، تخنیکي او اداري اړتیاوې.
د مهمو فعالیتونو په بېلګو کې د استادانو کلنۍ ارزونه، د علمي شورا د غونډو جوړول، د HEMIS سیسټم تطبیق، د شته ظرفیتونو او اړوندو شرایطو په پام کې نیولو سره د ماسټرۍ پروګرامونو پراختیا او د ګډو څېړنیزو پروژو پیاوړتیا شامل دي.
۸. د څارنې او ارزونې میکانیزم
د ستراتیژیک پلان د اغېزناک تطبیق د ډاډمنولو او د ټاکل شویو اهدافو د تحقق د کچې د سنجولو لپاره د څارنې او ارزونې منظم میکانیزم په پام کې نیول شوی، چې لاندې موارد پکې شامل دي:
- د پلان د فعالیتونو منظم څار او ارزونه؛
- د ټاکل شویو اهدافو او فعالیتونو د تحقق د کچې کلنۍ ارزونه؛
- د ستراتیژیو او عملیاتي فعالیتونو د تطبیق د پرمختګ تحلیل؛
- د کیفیت، اغېزمنتیا او کاري وړتیا د شاخصونو ارزونه؛
- د هر تحصیلي سمسټر او کال په پای کې د څارنې او ارزونې د راپورونو ترتیب او وړاندې کول؛
- د پرمختګونو د ارزونې، د ستونزو د تشخیص او د اړینو اصلاحي تدابیرو د نیولو په موخه د ستراتیژیک پلان د کمېټې د منظمو غونډو جوړول.