د ګډو علمي همکاریو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل پوهنتون او د افغانستان ملي راډيو ټلوېزیون ترمنځ د علمي او رسنیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې دواړه لوري په علمي او رسنیزه برخه کې همکاري کوي.
د هوکړې له مخې به د افغانستان ملي راډيو ټلوېزیون د کابل پوهنتون اړوندو پوهنځيو محصلینو ته په عملي برخه کې د زده کړې او کار کولو زمینه برابروي، همدارنګه کابل پوهنتون به هم د خپلو شته امکاناتو څخه په استفادې له ملي راډيو ټلوېزیون سره هر اړخیزه همکاري کوي.
یاده دې وي چې کابل پوهنتون د محصلینو عملي زده کړو او ظرفیت لوړونې په موخه له ګڼ شمېر نورو بنسټونو سره هم هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.