د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۳:۲۶
456

د کابل پوهنتون ادراي او مالي چارو مرستیال ښاغلي حافظ عبیدالله "عبیده" د روان کال کب میاشتې په ۲۵ نېټه پنجشنبې ورځ د کابل پوهنتون په انګړ کې د پوهنځيو رئیسانو، استادانو او محصلینو په موجودیت کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو ډبره کېښووده.

د پوهنتو ن مالي او اداري چارو مرستیال وویل، چې نوموړی پارک جوړېدو لګښت د پوهنتون داخلي بودیجې څخه اجراء کیږي او په پام کې لري، چې په نیژدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي وویل: ( په دې پارک کې به چمن هم کرل کیږي او ددې پارک جوړېدو ځخه موخه د چاپېریال څخه ساتنه، د سمسور چاپېریال رامنځ ته کول او همدارنګه د محصلینو د مطالعې لپاره  د مناسب چاپېریال برابرول دي.

 ښاغلي حافظ عبیده زیاته کړه:( د پوهنتون په نورو برخو کې هم د ښیرازه چاپیریال د جوړولو چارې هم دوام لري او موږ هڅه کوو، چې په راتلونکي کې د کابل پوهنتون د ښېرازۍ لپاره لا زیات کارونه ترسره کړو.

د محصلینو پارک د ډیزان مسؤل انجینر جاوید الکوزی وايي، په نوموړي پارک کې به له دوه زره څخه زیاتې اصل زینتي نیالګي کینوي، چې د اوبو رسولو سیستم یې هم په منظم ډول چمتو دی او د محصلینو د تفریح او مطالعې په موخه هم ځانګړي ځایونه په نظر کې نیول شوي دي.

دکابل پوهنتون محصلینو د یاد پارک له جوړیدو ځخه خوښي څرګنده کړه او هغه یې د ښیرازه فضا او چاپېریال په ساتلو کې ګټور یاد کړ او د پوهنتون له رهبرۍ څخه یې غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې لا ډیرې هڅې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې له دې د کابل پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال دپوهنتون د سمسورتیا په موخه د پوهنتون د انګړ په مختلفو برخو کې له (۵۰۰) څخه زیاتې زینتي نیالګي کېنولي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۹:۴۹
Background image

د کابل پوهنتون علمي شورای غونډه تر سره شوه

نوموړې غونډه د روان کال غبرګولي میاشتې په ۱۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د پوهنتون رئیس او مرستیالانو په شتون کې دایره شوه. لومړی د شورای غړیو د  لوړو زده کړو وزارت لخوا د ارتباطاتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۹:۳۳
Background image

فارمسي پوهنځي د فارما هیلت کمپنۍ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي د روان کال غبرګولي میاشتې په ۱۵نېټه د دوشنبې په ورځ د داخلي درملو د تولید کمپنۍ  فارماهیلت سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د لاندې موخو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۹:۱۲
Background image

د کابل پوهنتون په صحن کې منظمې لارښودونکې لوحې نصب شوې

کابل پوهنتون چي په څه باندي ٥٠٠ جريبه ځمکه جوړ دی، څلوېښت لويي او کوچنۍ مختلفي ودانۍ لري؛د لمړي ځل لپاره پکي لارښود متحدي او منظمي لوحې نصب شوې.

یادې لوحې په لوړ کیفیت روښانه ډیزاین د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم