د کابل پوهنتون زده کړه ییز مرکز او ایډیټوریم پرانیستل شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۶:۱۱
pic6

د کابل پوهنتون د زده کړه ییز مرکز او ایډیټوریم ودانۍ چې د چین له خوا جوړه شوې وه، د پوهنتون د استادانو او محصلینو په ګډون د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د کابل پوهنتون رئیس او د چین د سفیر له خوا پرانیستل شوه.

په پیل کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د پرانیستې په دې مراسمو کې د مېلمنو له ګډونه پر مننې سربېره وویل چین د مخه هم له کابل پوهنتون سره همکاري درلوده، چې تر دې دمخه یې څو نورې ودانۍ هم جوړې کړي دي، دا نوې ودانۍ په پرمختللیو  معیارونو سمبال او د هېواد په کچه بې جوړې ده،اوغوښتنه یې وکړه چې دوست هېواد چین له کابل پوهنتون سره  خپلې مرستې او همکارۍ  روانې وساتي، ښاغلي  رئیس زیاته کړه د هېواد  د دې لوی علمي بنسټ پر مادي ابادۍ سربېره په معنوي پرمختګ کې هم له خدای ج څخه  د هڅو توفیق غواړو.

د لوړو زده کړو سرپرست  وزیر ښاغلي الحاج عبدالباقي حقاني د افغانستان او چین د دوستۍ او له افغانستان سره د نوموړي هېواد د مرستو په اړه خبرې وکړې، ښاغلي حقاني وویل زموږ هېواد له ستونزمنو حالاتو تېرېږي، یو شمېر هېوادونه غواړي چې زموږ د لوړو زده کړو سیسټم زیانمن کړي، هیله ده چې دوست هېواد چین راسره مرسته وکړي چې موږ پر پښو ودرېږو.

په کابل کې د چین سفیر ښاغلي وانګ یو هم په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د چین د مرستو په  اړه معلومات ورکړل، ښاغلي وانګ وویل دا او دېته ورته نورې ودانۍ؛ چې په خورا معیاري بڼه جوړې شوي دي، د افغانستان له لوړو زده کړو سره د چین د مرستو بېلګې دي، نوموړي ډاډ  ورکړ چې له لوړو زده کړو او په تېره کابل پوهنتون سره دا ډول مرستې په په راتلونکې کې هم روانې وي.

د یادونې وړ ده چې د زده کړې دا مرکز څلوېښت ټولګي، دوه متوسط تالارونه  او یو د ۱۵۰۰ تنو په  ظرفیت  سره لوی تالار لري چې د MCC19 چینايي شرکت له خوا په پرمختللیو ودانیزو معیارونو سمبال پنځو کالو کې جوړ شوی دی چې د تهویې، صحت او تخنیکي منظم سیسټمونه لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د روان کال کب میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کیېنولو کمپاین د دې علمي بنسټ په چاپېریال کې د ۲۰۰ اصلي زینتي نیالګیو په کېنولو پیل شو.

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د پایلو پر بنسټ زده کړو ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون ۲۲تنه نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ(OBE) زده کړو ۶ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو، په دې ورکشاپ کې د تدریس اصول، د ټولګي کنترول،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر یا (MSF) د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې د فارمسي پوهنځۍ د زده کړیالانو لپاره د سپینو چپنو مرسته وکړه

 په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځۍ رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر په خپلو خبرو کې د بې سرحده ډاکټرانو له مرسته مننه وکړه او دغه راز یې له دوی څخه وغوښتل چې د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم