د کابل پوهنتون د علمي شورا غونډه تر سره شوه

د علمي شورا پدې غونډه کې د اعتبار ورکولو د سند ساتلو په اړه د داخلي څارنې او ارزونې کمېټې راپور د ۱۴۰۱ لمریز کال په دویمو شپږو میاشتو کې د تدریسي مهال وېش د تعدیل د څرنګوالي، د څېړنې د آمریت د طرزالعملونو ارزونه، علمی مجله او نور مسایل چې په اجنډا کې شامل وو د علمی شورا د غړو تر منځ پرې بحث وشو.
د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د یو شمېر هغو پوهنځیو او څانګو له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې د تضمین کیفیت راپور یې بشپړ وو. هغه زیاته کړه چې د ځینو پوهنځیو او څانګو د داخلي څارنې او ارزونې د کمېټې د راپور پایلې د قناعت وړ نه دي او باید دغه پوهنځی او څانګې لا زیاته هڅه وکړي.
دکتور عزیز په پوهنتون کې د څېړنیزو آثارو د معیاري کېدو او د (HEMIS) سیستم د پلي کېدو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د کابل پوهنتون باید په ټولو برخو په ځانګړي توګه د علمي څېړنو په برخه کې یوه نمونه وي.
د علمي شورا پدغه غونډه کې د پوهنتون رئیس د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ او د کابل پوهنتون د رهبرۍ د هغه ګډو هڅو یادونه وکړه کوم چې د هيواد څخه بهر د بورسیو له لارې د تللو استادانو د معاشاتو د ورکړې په موخه تر سره شوې.