د کابل پوهنتون د جديدالشمول محصلانو د ښه راغلاست غونډه جوړه شوه

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
د کابل پوهنتون د جديدالشمول محصلانو د ښه راغلاست غونډه جوړه شوه

د کابل پوهنتون د جديدالشمول محصلانو د ښه راغلاست غونډه د لوړو زده کړو محترم وزیر شيخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په حضور کې د محصلانو معاونیت له لوري ترسره شوه.

په دې غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین -حفظه الله تعالی ورعاه- پیغام د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزيز له لوري ولوستل شو، چې د پوهنتون مسؤولینو، استادانو، محصلانو او په ځانګړي ډول جديدالشمول محصلانو ته په کې مهمې سپارښتنې شوې وي.

د غونډې مشر مېلمه د لوړو زده کړو محترم وزیر جدید الشمول محصلانو ته مفصله وینا وکړه، او ويې ویل: د زمونږ ژوند هدف د الله تعالی عبادت دی او عبادت له علم پرته ناممکن دی. نوموړي له محصلانو وغوښتل چې پوهنتون خپل دوهم کور وګڼي، وخت ضایع نه کړي او په پوهنتون کې له هر ډول سیاسي او حزبي فعالیتونو څخه ډډه وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې محصلان باید خپل اصلي مسیر، چې د علم ترلاسه کول دي، تعقیب کړي او له پوهنتوني فرصتونو څخه د خپلې علمي او شخصي ودې لپاره اعظمي ګټه واخلي.

په دې غونډه کې د کابل پوهنتون رئيس ښاغلي دکتور اسامه عزيز نویو شامل شوو محصلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په خپله وینا کې وویل: «پوهنتون د شخصیت جوړونې مرحله ده؛ هڅه وکړئ چې له دې فرصت څخه اعظمي استفاده وکړئ، خپل وخت تنظیم کړئ او خپل نیت یوازې د الله تعالی د رضا لپاره وګرځوئ».

د يادونې ده چې روان (١٤٠٥ش) تحصيلي کال کې شاوخوا ٣٨٠٠ نوي محصلان د کانکور له لارې کابل پوهنتون ته جذب شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۱۹
Background image

د کابل پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د پلان او پالیسۍ امریت له لوري د پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه، د اړوندو ادارو د استازو په ګډون مشورتي غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۰:۰
Background image

د زراعتي سوداګریزو پروپوزلونو لیکلو ورکشاپ په انلاین بڼه ترسره شو

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي له لوري د هېواد د ۲۸ پوهنتونونو د زراعت پوهنځیو منتخبو محصلینو ته د زراعتي سوداګریزو پروپوزلونو لیکلو درې ساعته انلاین ورکشاپ ترسره شو.

دغه ورکشاپ د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۸
Background image

د حفظ الصحې اړوند سیمینار دایر شو

د کابل پوهنتون د کارکوونکو  چارو آمریت له لوري د پوهنتون ټولو اداري کارمندانو لپاره د حفظ الصحې، د ساري ناروغیو د مخنیوي، روغتیا ساتنې او لومړنیو مرستو تر سرلیک لاندې یوه ورځنی ښوونیز. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: