د پوهنځی موخې

د انجنیري پوهنځی عمده او اساسي موخه  د مهندسي انجنیرۍ، سیول انجنیرۍ، برق او الکټرونیک انجنیرۍ، د انرژي انجنیرۍ، د میخانیک انجنیرۍ او د ښاري ډیزاین او پلان جوړونې په څانګو کې د مسلکي متخصصینو او کادرونو تربیه کول دي.

په همدې اساس د دې پوهنځي تحصیلي موخې په لاندې ټکو کې وړاندې کېدای شي:

  • د انجنیري علومو په بېلابېلو برخو کې د اساسي او مسلکي تیوري ګانو فهم او د دغې څانګې د فارغانو وړتیا د پېژندنې، ډیزاین، کارونې او د اوسیدو او د صنعتي جوړښتو د ساتنې سیسټمونو لپاره د یادو تیوري ګانو په کارونه او عملي کولو کې دي
  • په ځانګړي وخت کې د مسایلو د ارزونې او تحلیل وړتیا او د اغیزناکو حل لارو تعیینول، په شفاهي او تحریري ډول له نورو سره د اړیکوو نیولو وړتیا، په فردي او ګروپي پروژو کې د بېلابېلو سیسټمونو د ډیزاین وړتیا که هغه استوګنځي وي یا صنعتي یا سوداګریزې ودانۍ.
  • د مسلکي او تخصصي، قانوني، ټولنیز او اخلاقي مسولیتو د اخیستو وړتیا د کار په مهال او د اړونده زیانو څخه د صنعت په بېلابېلو سیسټمو کې، د بشري ټولنې په بېلابېلو برخو کې مرسته، د تکنالوژۍ انګېرنه د هدف نه بلکې د وسیلې په ډول، او د عامه آسانتیاوو لپاره د ټکنالوژۍ او د انجنیرۍ سیسټمو په خدمت کې اېښودنه

گالری رسانه

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته