د پوهنځی تدریسي پرګرامونه

د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی  دری بېل ډیپارټمنټونه لري، چې محصلین د خپلې خوښې سره سم په لاندې دریو رشتو کې زدکړې کولای شي:

  • د عامه اړیکو ډیپارټمنټ
  • د ژورنالیزم ډیپارټمنټ
  • د ارتباطاتو مطالعې ډیپارټمنټ

د لیسانس په کچه درسي پروګرام په یوه څلورکلنه دوره ده، چې په اتو سمسترونو کې تدریسیږي. دا دوره اساسي،‌ اختصاصي او پوهنتون شموله مضمونونه لري، چې محصلین نظري درسونه په صنف او عملي هغه په ګروپي ډول په سټوډیوګانو او د عملي زدکړو په نورو برخو کې زدکوي.

 د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی لیدلوری:

د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی لیدلوری د معیاري زدکړو د کیفیت لوړول، معیاري تدریس، د رسنیو اړوندو چارو په اړه د څېړنو اسانتیاوې برابرول، د رسنیو په برخه کې د هیواد او سیمې د اړتیا وړ علمي څېړنو پراختیا او د ژورنالیستانو او رسنیو اړوندو ملي بنسټونو د خدمت په برخه کې فعال رول لوبول دی.

د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی ماموریت:

  • د تدریس، څېړنو او علمي کارونو له لارې د ژورنالیستانو د پوهې د سطحې لوړول.
  • د ارتباطاتو او ژورنالیزم اړوندو چارو پراختیا او ښه والی او  د رسنیو په تولیدي برخه کې د رهبرۍ رول لوبول.
  • د هیواد په کچه د رسنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ټولنې ته په ژورنالیستکه پوهه، مهارتونو او وړتیاوو د سمبال وړ ژورنالیستانو وړاندې کول.
  • د معیاري رسنیزو خدمتونو وړاندې کولو له لارې د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو پراختیا.‌

 

گالری رسانه

د پسرلي په موسم کې د کابل پوهنتون انګړ

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د ماسټري د نویې برنامې رامنځ ته کېدو د نصاب په اړه د نظر شریکولو غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم