د پوهنځي په اړه

د فزیک پوهنځی د افغانستان په اکاډمیک ډګر کې د فزیک علم د روزنې او تخصص یوازینی خپلواک بنسټ دی چې د فزیک د بنسټیزو او تطبیقي څانګو د ودي، د متخصصو کادرونو د روزنې، او د نوښتګرو څېړنو د پیاوړتیا په هدف تأسیس شوی دی. دغه پوهنځی د هېواد د علمي او تخنیکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ژمنو استادانو، مناسب فزیکي لابراتوارونو، علمي چاپېریال، او معیاري نصاب په مرسته د باکیفیته زده‌کړو زمینې برابرې کړېدې.

د فزیک د څانګې بنسټ په ۱۳۲۱ لمریز کال کې هغه مهال کېښودل شو چې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي په چوکات کې د فزیک څانګې په فعالیت پیل وکړ. د وخت اړتیاوې، د ښوونځیو د زده‌کوونکو زیاتوالی، د ښوونکو کمښت او د متخصصو کادرونو لوړه غوښتنه ددې  سبب شول چې د طبیعي علومو مستقل پوهنځی جوړ شي او د فزیک څانګه په کې مهم ځای ولري.

په ۱۳۴۸ کال کې د اکاډمیک جوړښت له اصلاح سره نصاب تخصصي شو او د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي مستقلې څانګې جوړې شوې. د فزیک څانګې د ارتقا بهیر د وخت په تېرېدو سره جاري پاتې شو او د لوړو زده کړو وزارت په تصویب دغه څانګه په ۱۳۹۳ کال کې د پوهنځي کچې ته لوړه شوه. په پایله کې د فزیک پوهنځي په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د یو خپلواک پوهنځي په توګه په رسمي ډول په فعالیت پیل وکړ.

د پوهنځي فارغان نن ورځ د هېواد په ښوونیزو او څېړنیزو ادارو، د لیسو او دارالمعلمینو په تدریسي بستونو، پوهنتونونو، او همدارنګه د فزیک اړوندو تخصصي ادارو کې د تخنیکي، څېړنیزو او مسلکي کارکوونکو په توګه بریالي فعالیتونه لري.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: