د پوهنځي اوسنی حالت

د کمپیوټر ساینس پوهنځی د کابل پوهنتون په محوطه کې له مناسبې ودانۍ څخه برخمن دی، چې د یاده ودانۍ د جاپان هېواد له لوري ترسره شوي ده. دا ودانۍ په معیاري او مجهزو درسي صنفونو، د کنفرانس په تالار، د ډیټا مرکز، په ال‌سي‌ډي سمبال تالارونو، پرمختللو لابراتوارونو، د IP پر بنسټ د ویډیويي څارنې سیستم، د بیومتریک لاسرسي کنټرول سیستم، او د IP له لارې د غږیزو اړیکو له سیستم څخه برخمنه ده.

سربېره پر دې، پوهنځی ځانګړې تخصصي کتابتون، د مطالعې خونه، د انټرنېټ اسانتیاوې، او همدارنګه د تودوخې او یخوالي د تنظیم معیاري سیستم (HVAC) لري، چې د علمي او تدریسي فعالیتونو د اغېزمن پرمخ بېولو لپاره مناسب چاپېریال برابروي.

2333

 

د پوهنځي علمي کادر او تدريسي پروګرامونه

د دې پوهنځي استادان د دوکټورا او يا ماستري تحصيلي درجې لري او د تدريس، علمي څېړنو، د درسي پروګرامونو د پراختيا، او د تدريسي موادو د تدوين په برخه کې فعاله ونډه اخلي.

د پوهنځي تدريسي پروګرامونه

د کمپيوټر ساينس پوهنځی د ليسانس تحصيلات په لاندې درېيو څانګو کې وړاندې کوي:

  • د سافټوير انجينري
  • معلوماتي سيستمونه
  • معلوماتي ټکنالوژي

د ليسانس دوره په څلورو کلونو (اته سمسټرونو) کې بشپړېږي. په لومړي کال (لومړي دوه سمسټرونه) کې بنسټيز او عمومي مضامين تدريسېږي، او په وروستيو درېيو کلونو (شپږ سمسټرونو) کې مسلکي او تخصصي مضامين وړاندې کېږي، چې د سافټوير انجينري (Software Engineering)، معلوماتي ټکنالوژۍ (Information Technology) او معلوماتي سيستمونو (Information Systems) څانګې پکې شاملې دي.

همدارنګه، د کمپيوټر ساينس پوهنځي په چوکات کې څلورم ډيپارټمنټ د کمپيوټر ساينس (Computer Science) په نوم شتون لري، چې تر اوسه فارغان نه لري، بلکې د پوهنځي د لومړي کال مضامين او د پوهنتون د عمومي شمول مضامين د کابل پوهنتون د نورو پوهنځيو محصلينو ته تدريسه وي.

دغه پوهنځی په ۱۳۹۳ کال کې د استونيا هېواد د تالين پوهنتون سره د يو تفاهم‌ليک پر بنسټ د معلوماتي ټکنالوژۍ په څانګه کې د ماستري لومړنی پروګرام جوړ او پيل کړ، چې تر اوسه يې اووه دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي. وروسته، په ۱۳۹۸ کال کې د معلوماتي سيستمونو د ماستري پروګرام د پوهنځي د داخلي استادانو له خوا پيل شو، چې تر اوسه يې درې دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي. د ماستري پروګرامونو محصلين د امارتي پوهنتونونو استادان، د امارتي ادارو کارکوونکي، او د خصوصي ادارو استادان او کارکوونکي جوړوي، چې د پوهنتونونو د ظرفيت لوړولو په برخه کې ترې ګټه اخيستل کېږي.

د کمپيوټر ساينس د دوکتورا پروګرام په ۱۴۰۳ کال کې د  لوړو زده کړو محترم وزارت د عالي شورا له لوري منظور شو. د دې پروګرام نصاب د لوړو زده کړو محترم وزارت د نصاب کمېسيون له خوا تاييد شوی، او د لابراتواري وسايلو او تجهيزاتو د برابرولو مقدماتي چارې د روان کال په ترڅ کې تر سره کېږي. د دې پروګرام عملي درسونه به ان‌شاءالله د ۱۴۰۴ کال د حوت مياشتې په پنځلسمه نېټه پيل شي.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: