د وترنري علومو پوهنځي نوی رئیس معرفي شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۰ - ۹:۳۸
11

د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او د ا.ا.ا، ریاست الوزراء مقام د منظورۍ په اساس ښاغلی ډاکټر شېرعلي د وترنري علومو پوهنځي د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د ډاکټر شېرعلي د معرفي کولو په مهال په دولتي څانګو کې تغیرات یو اصل یاد کړ او ویې ویل، چې دنده د شریعت له نظره یو مسئولیت او امانت دی. او له نېکه مرغه د ښاغلي پوهاند ډاکټر شېرشاه سادات په وخت د وترنري علومو په پوهنځي کې ښې کړنې تر سره شوېدي او هیله لرو چې دا کړنې د ښاغلي ډاکټر شېرعلي تر مدیریت لاندې هم دوام او لاغښتلې شي.

سره له د دې وترنري علومو پوهنځي نوي رئیس ډاکټر شېرعلي د لوړو زده کړو وزارت او د کابل پوهنتون د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د استادانوپه همکارۍ د اصولو او قوانینو په رڼا کې همدارنګه د پوهنتون د مشرتابه په لارښوونه به د پوهنځي کمي او کیفي حالت په برخه کې د لا ښه کېدو زیار وباسي.

د وترنري علومو پوهنځي پخواني رئیس ښاغلي پوهاند ډاکټر شېرشاه سادات ښاغلي ډاکټر شېرعلي ته د ریاست مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې د پوهنځي د ښه والي په برخه کې له نوي مشرتابه سره هر ډول همکاری ته چمتو دی.

ډاکټر شېرعلي د عبدالرزاق زوی، د ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو له پوهنځي څخه د لسانس سند لري او د ترکیې هېواد د سامسون پوهنتون څخه یې د حیواني علومو په برخه کې د ماسټرۍ دیپلوم تر لاسه کړی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۲۰
Background image

ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ

د علمي تجاربو د وسعت د لړۍ په دوام کې، دا ځل د کابل پوهنتون د دوه‌ ویشتو پوهنځیو ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ.

په دغه سفر کې محصلانو د یادو ولایتونو له محترمو واليانو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: