د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو
د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو ګډون درلود.
د شرعیاتو پوهنځي دري تنو استادانو پوهنمل دکتور حزب الله ناصح، پوهندوی دکتور عبدالغیاث سهرابي او پوهنمل دکتور نصر من الله مجاهد په ترتيب سره د قرآن کریم د تشريعي اعجاز، علمي اعجاز او لغوي او بلاغي اعجاز اړوند خپلې مقالې وړاندې کړې، همدارنګه يې د قران کريم د اعجاز او علمي تفسير اړوند د علماء کرامو د اقوالو په رڼا کې شرعي ضوابط او شرائط وڅېړل.
سيمينار د علمي بحثونو او نظریاتو د تبادلې ترڅنګ، د ګډونوالو له ګډ روژه ماتي سره پای ته ورسېد.
