د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځي په اړه:

په ۱۳۴۳ هـ ش کال کې د مخابراتو نړیوالې اتحادیې ټیلی کمونیکشن (ITU) او د پوهنې وزارت د مسلکي روزنې ریاست په مرسته د مخابراتو وزارت اړوند تلیفونی دستګاوو او ټلیګراف اړوند وسایلو د تخنیکي او مسلکي کدرونو د روزلو لپاره تر  بکلوریا (دولسم ټولګي) پورې د مخابراتو تربیوی مرکز جوړ شو. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پرمختګ ته په پام کې نیولو سره په ۱۳۵۴ هـ ش کال کې د مخابراتو تربیوی مرکز، څوارلسم ټولګی یا نیمه لوړو زده کړو موسسې ته ارتقا وکړه. د مخابراتو تربیوی مرکز د خپل علمی شتون په جریان کې ۱۲۰۰ کسان په بیلا بیلو برخو کې د دولسم او څوارلسم ټولګي په  کچه روزلي او ټولنې ته یې وړاندې کړي دي.

 

په تیرو دوو لسیزو کې چې کوم ګړندي پرمختګونه په ځانګړي ډول د ساینس او ​​ټکنالوژۍ په برخه کې رامنځ شوو او د اړتیاوو کچه هم په چټکۍ سره لوړه شوه، نو اړتیاوو ته په کتلو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت رهبري، د پوهنځی رهبری هیئت او زړه سوانده استادانو لخوا د کابل پوهنتون او نړیوالې مخابراتي اتحادیې (ITU) په مرسته د مخابراتو تربیوی مرکز دوامداره علمی حرکت وکړي  او په داسې حال کې چې د هیواد په وده او پرمختګ کې مؤثر او ارزښتناکه ونډه لري نو له همدې کبله په ۱۳۸۶ هـ ش کال کې د مخابراتو تربیوی مرکز د لیسانس پروګرام په دایرولو سره د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ دولتی موسسې ته تبدیل شو او په همدې توګه یې وکولای شول د دولتی لوړو زده کړو د کورنۍ غړیتوب ترلاسه کړي چې د فرصتونو خورا لویه دريڅه یې  پرانسته. د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځي د اړتیا ارزونې ترسره کولو وروسته په ۱۳۹۵ هـ ش کال کې دوه بیلابیلي تعلیمي برنامې چې یو یې د مخابراتو انجنیرۍ او بل یې د ساینس او ​​معلوماتو انجینري په نوم دي رامینځته کړې.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د پخواني ولسمشر د ۱۳۹۹/۲/۱۵ نیټې د (۳۴۵)  ګڼې فرمان پر بنسټ، د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځي ټول تشکیل، بودیجه ، منقول او غیر منقول ملکیتونو سره د لوړو زده کړو وزارت ته انتقال شو. اوس د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځی، په کابل پوهنتون کې د خپلواک پوهنځي په توګه خپل د پام وړ فعالیتونو ته دوام ورکوي، ترڅو  د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ په برخه کې ځوان کدرونه وروزي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم