د " علمي مقالې لیکنې" روزنیز ورکشاپ پېل شو
د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري د « علمي مقالې لیکنې » تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
ویناوالو د علمي مقالو د کلیاتو او معیاري جوړښت او په علمي مقاله لیکنه کې د نظریې، مسئلې او څېړنې د تګلارې ترمنځ پر دقیقې اړیکې رڼا واچوله. همدارنګه یې د پرمختللو څېړنیزو مېتودونو او د معلوماتو د تحلیل او ارزونې د کارونې، د څېړنې د سمې موضوع غوره کولو او بڼه ورکولو، د څېړنیزو خلاګانو پېژندلو، د نوښتیزو او د خپرېدو وړ موضوعاتو ټاکلو، د څېړنې د مسئلې تدوینولو، د څېړنې د موخو، پوښتنو او فرضیو طرحه کولو، د ادبیاتو بیاکتنې او نظري اډانې، د کمي، کیفیتي او ګډو مېتودونو کارولو، په څېړنه کې د اخلاقي موازینو په پام کې نیولو او نورو اړوندو مسایلو باندې په تفصیل خبرې وکړې.
د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې د پوښتنو او ځوابونو لړۍ هم ترسره شوه.
