د طبیعي زېرمو مدیریت څانګه
د انسانانو له پيدايښت راهیسې، ژوندي موجودات د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په ځمکنیو طبیعي زېرمو اتکا کوي. د طبیعي زېرمو مدیریت داسې تعریفولای شو چې: د طبیعې زېرمو لکه: نباتاتو، حیواناتو، ځمکې، اوبو، خاورې، منرالي ذخیرو، ځنګلونو، چمنونو، کرنیزو سیمو، څړځایونو او داسې نورو ایکوسیستمونو حکومتولي او مدیریت پداسې ډول چې د انسانانو د ژوندانه په کیفیت او ټولنو باندې مثبتې اغېزې ولري. په ټولیزه توګه د ځمکي پر مخ تر 7 میلیارده ډیر وګړي ژوند کوي، چې له خپل چاپېریال سره راکړه ورکړه لري، چې دغه متحرکه پروسه د ځمکې پر مخ د وګړو د وېش لامل ګرځې. او له امله یې په مصرف کې زیاتوالی، د چاپېریال تخریب او اقلیمي بدلون رامنځته کوي. نوموړې ټولې پروسې د فشار د ډېرېدو لامل ګرځي، په ډیری وروسته پاتې هېوادونو کي د طبیعي زېرمو استحصال یا را ویستنه د چاپېریال د تخریب او له خطر سره د مخامخ وګړو د څنډې ته کېدو.سبب ګرځي. په افغانستان کي د طبیعي زېرمو څخه پراخه ګټه اخیستنه چي د ضعیف اقتصاد پایله ده، له امله یې د طبیعي زېرمو او ځمکو مدیریت تر امنیتي تهدیدونو څخه اغېزمنېږي. له 70 تر 80 سلنه افغانان د خپلو ورځینو ستونځو د هواري لپاره د طبیعي زېرمو لکه زراعت، مالداري، د کانونو استخراج څخه ګټه اخلي.
د طبیعي زېرمو د مدیریت په برخه کي افغانستان له ګڼو ستونځو سره لاس او ګریوان دی، چې له ډلې یې د ځنګلونو وهل، په صحرایي کېدنه، د ژوند بڼو او د هغوي د اوسیدو ځایونو له منځه تلل، ککړتیا، طبیعي پیښي، د خړوبولو له امله د ځمکي مالګین کیدل او د جګړو ناوړه اغېزې د یادونې وړ دي. له جغرافیايي پلوه نوموړې ټولې ستونزې، په وچه کي د افغانستان د را ګېرتیا له امله دي. د طبیعي زېرمو مدیریت د یوه قوي اقتصاد، ټولنیزې پراختیا، سولې، ښې حکومتولۍ او شفافیت په لاسته راوړلو کي مهم رول لري. له طبیعي زېرمو څخه د کورنیو د پایداره اقتصاد د نه تامین په پایله کې د جرمونو کچه لوړیږي.
د طبیعي زېرمو مدیریت او ساتنه د خلکو، طبیعي ایکوسیستم او طبیعي ورشوګانو د يوځای کېدو نقطه ده. د افغانستان د چاپېریال ساتني ملي اداره په 2005 م کال کې د یوې قانون جوړونکي، پالیسۍ جوړونکې، همغېږې کونکې او نظارت کوونکې ادارې په توګه تاسیس شوه. د نوموړې ادارې بنسټيزه موخه د افغانستان د چاپېریال هر اړخيزه ساتنه او د طبیعي زېرمو د تلپاتې پرمختګ لپاره د اغېزمنو پالیسیو، قانوني چوکاټونو جوړول او د خدماتو په وړاندې کولو سره ونډه اخیستل دي. سربیره پر دې د افغانستان د چاپېریال ساتني قانون (2007) د دې اداري وظایف، اختیارات، مسولیتونه او فعالیتونه نور هم څرګندوي. د دې تر څنګ چي نړیوالي ټولنې او د افغانستان دولت د چاپېریال ساتني د پالیسیو په جوړولو، د مدیریتي ستراتیژیو جوړولو او د طبیعي زېرمو په مدیریت کي پرمختګ کړی نور وړاندې تګ هم ممکن دی.
په افغانستان کې د مالدارۍ، کان کیندنې، ځنګل کارۍ، انرژۍ او توریزم په برخه کي روانو هڅو ته په کتو سره اړتیا لیدل کیږي چې د طبیعي زېرمو او ایکوسیستمونو د مدیرانو، پالیسۍ جوړونکو او کتونکو په توګه ځینی متخصصین کار وکړي. د طبیعي زېرمو د مدیریت څانګه د طبیعي زېرمو د مدیریت یوه هر اړخيزه تګلاره ترویجوي چې تمرکز به يې په پایدارۍ وي. دغه تګلاره به ټول ګټه اخیستونکي سره ونښلوي. د طبیعي زېرمو د مدیریت څانګه د ایکوسیستمونو او زېرمو په تخنیکي ارزونه علمي تمرکز کوي، په ځانګړې توګه هغه زېرمې چي د انسانانو د ژواندانه د دوام او پرمختګ سبب ګرځي. د طبیعي زېرمو د مدیریت څانګې موخه د لسانس په کچه د داسې فارغانو وړاندې کول دي چې په افغانستان کي د طبیعي زېرمو مدیریت په سیستماتیک ډول ترسره کړای شي. په دې کي طبیعي زېرمو د کارونې بیلابیل اړخونه (بیوفزیکي، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي)، د تولید کونکو د اهدافو لاسته راوړل او د نورو مستقیمو مصرفونکو موخې (غذایی خونديتوب، ګټه، خطر منل) شاملې دي. د دې تر څنګ د نړیوالو خطرونو لکه د اقلیم د بدلون درک چي کیدای شي د طبیعي زېرمو موجودیت او انکشاف اغېزمن کړي هم مهم دي.
د پام وړ تحصیلي پايلې:
د طبیعي زېرمو مدیریت څانګه محصل محوره او مسلکي تحصیل وړاندې کوي چې د علمي او نظري زده کړو ترمنځ تعادل را منځته کوي.
د نوموړې دورې موخه داده چی محصلان د اجتماعی، سیاسی، اقتصادی او ایکالوجیکی اړخونو ستونزې په لویه پیمامنه درک کړای شی. نوموړی درک د طبیعی علومو اساسي پوهاوي ته اړتیا لري. د دغه پروګرام په پای ته رسولو سره به محصلان د لاندی کارونو په سرته رسولو پوه شي:
لمړۍ پايله: د طبیعي زېرمو د مدیریت او پلان ګذارۍ د پروژو د ترسره کولو لپاره د پروژو ایجاد، همکاري او د هغوی په اړوند د ایکالوجیکی، فزیکی، اقتصادي او ټولنیزو معلوماتو مدغم کول.
دویمه پايله: د طبیعی زېرمو د مدیریتي پروژو د اجرا پر مهال د ټیم د یو غړي په حیث او یا هم په انفرادي توګه وکولای شي له ځانه پر وخت، او مسلکي توګه د رهبرۍ مهارتونه وښايي.
دریمه پايله: د طبیعي زېرمو د ایکالوجیکی، ټولنیزو، او اقتصادی/سیاسي اړخونو د ارقامو د لاسته راوړلو او تحلیل پر مهال د کمپیوټر او جی ای ایس د منځنیو مهارتونو کارونه.
څلورمه پايله: په انګلیسی او ملی ژبو د لیکلو او ویلو ښه مهارت، تر څو په مسلکی ډول سره د یو شخص، ګروپ او عامه خلکو سره همغږي وکړي.
پنځمه پايله: د نظري تحصیلی مفاهیمو عملي کول، او د عملي مدیریت د ستونزو د هواري لپاره د محصلاتو د ذوق سره سم د طبیعي زېرمو په هکله د نویو څیړنو په لاره اچول.
کار کوونکي او نوم لیکنه:
د طبیعي زېرمو مدیریت څانګه د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه زده کړيالان جذبوی. د ۲۰۱۷ علمی کال بهير کې نوموړې څانګې ۱۵۶ زده کړیالان درلودل، چی ۲۸ سلنه یې انجونی وې. د ټولګيو د د زده کوونکو شمېر تر ۳۵ تنو پورې راټيټيول د تدريس ميتود د محصل محوره زده کړو، ستونزې پر بنسټ زده کړو او پروژه یي زده کړو د اغېزمنتيا او ودې لپاره اړين دي. د طبیعی زېرمو مدریت څانګه د آمر په شمول څلور تنه استادان لري، چی د هغوی له جملې څخه هر یو یې د هایدولوجي او چاپېریال ساتنې، جیولوجی، هایدروجیولوجی، له ځمکې څخه د استفادې او د هغه برنامه ریزی، د کرنې او د طبیعی زېرمو مدیریت څانګو کی تخصص لري. د محصلانو د شمولیت او د اصلی مضامینو د تعداد په اساس باید د استادانو شمیر چی مشخضآ په څانګې پورې تړاوو لري باید ۶ تنو ته ورسیږی.
د مضامینو نوموونه:
د کريډيټ سیستم د لایحې د شپاړسمې مادی په اساس هر مضمون د یو کود نمبر لرونکی دی چي د هغه لمړنی دوه توري په انګلیسی د پوهنځي او د کود درې آخر عددونه مضمون او سسمتر پورې تړاوو لري. د کود دوه لمړنی حروفونه د بېلابیلو پوهنځیو د ښودولو لپاره دي چې معمولآ د پوهنځي د انګلیسی نوم له دوه لمړنیو حروفو څخه جوړیږی. د بیلګې په ډول د چاپېریال ساتنې پوهنځي لپاره En انتخابیږي. لمړنی عدد د تحصیلی سمستر ښوونکی دی، او د کود دوه وروستی عددونه د هرځانګړي مضمون د ښودلو لپاره کارول کیږي. د بیلګې په ډول د ۳۱۱ عدد داسې مفهوم لري: اول عدد (۳) دریم تحصیلي سمستر او دوه آخری عددونه (۱۱) د نظر لاندی نیول شوي مضمون کود دی، دا دوه عددونه په عین پوهنځي کې د تکرار وړ ندي.
جدول ۱۱: د طبیعي زېرمو د مدیریت څانګې د کادر غړي
ګنه
نوم/تخلص
د تحصیل درجه
علمي رتبه
دنده
۱
نور احمد اخندزاده
ډاکټر
د اوبيزو زيرمو مدیریت
پوهندوی
د چاپېریال ساتنې پوهنځي رئیس
۲
محمد هارون حیران
ماسټر
هایدرولوجی او چاپېریال ساتنه
پوهنیار
د طبیعي زیرمو مدیریت څانګې آمر
۳
مجیب الرحمن احمدزی
ماستر
د ځمکنیو زېرمو مدیریت
پوهنیار
د طبیعي زېرمو مدیریت څانګې غړی
۴
مصطفی حسنی
ماستر
د طبیعي زېرمو مدیریت
پوهنیار
د طبیعي زېرمو مدیریت څانګې غړی
د طبیعي زېرمو مدیریت څانګې تحصیلي نصاب
لمړی سمستر
ګڼه
مضمون
کوډ
د کریډیټونو شمیر
د کریدیټ ساعتونه
نظري
عملي
کريډيټ
مجموعه
کريډيټ
مجموعه
۱
کیمیا-I
En113
۳
۳
۴۸
۲
فزیک-I
En114
۳
۳
۴۸
۳
د طبیعي زېرمو مدیریت بنسټونه
En111
۳
۳
۴۸
۴
بیولوژی-I
En112
۳
۳
۴۸
۵
ریاضی-I
En115
۳
۳
۴۸
۶
د افغانستان معاصر تاریخ
En116
۱
۱
۱۶
۷
معلوماتي ټکنالوجی-I
En119
۱
۱
۱۶
۸
انګلیسی-I
En117
۱
۱
۱۶
۹
اسلامي ثقافت
En118
۱
۱
۱۶
۱۰
مجموعه
۱۹
دویم سمستر
ګڼه
مضمون
کوډ
د کریډیټونو شمیر
د کریدیټ ساعتونه
نظري
علمي
کريډيټ
مجموعه
کريډيټ
مجموعه
۱
د چاپېریال پوهنې بنسټونه
En211
۳
۳
۴۸
۲
د پيښو مدیریت بنسټونه
En212
۳
۳
۴۸
۳
بیولوژی-II
En213
۳
۳
۴۸
۴
کیمیا-II
En214
۳
۳
۴۸
۵
جغرافیه
En215
۳
۳
۴۸
۶
ریاضی-II
En216
۳
۳
۴۸
۷
انګلیسی-II
En217
۱
۱
۱۶
۹
اسلامی ثقافت
En218
۱
۱
۱۶
۱۰
معلوماتی ټکنالوجی-II
En219
۱
۱
۱۶
مجموعه
۲۱
دریم سمستر
ګڼه
مضمون
کوډ
د کریډیټونو شمیر
د کریډیټ ساعتونه
تیوری
عملی
کريډيټ
مجموعه
کريډيټ
مجموعه
۱
د ځنګلونو او څړ ځایونو مدیریت
En311
۳
۳
۴۸
۲
ایکالوجیکی احصائیه
En312
۳
۳
۴۸
۳
چاپېریالي اخلاق
En313
۳
۳
۴۸
۴
د انرژۍ زېرمې
En314
۳
۳
۴۸
۵
د خاورې مدیریت
En315
۳
۳
۴۸
۶
د چاپېریال ساتنې عالی کیمیا (اوبه او اتموسفیر)
En316
۳
۳
۴۸
۷
انګلیسی-III
En317
۱
۱
۱۶
۹
اسلامي ثقافت
En318
۱
۱
۱۶
۱۰
مجموعه
۲۰
څلورم سمستر
ګڼه
مضمون
کوډ
د کریډیټونو شمیر
د کریدیټ ساعتونه
تیوری
عملی
کريډيټ
مجموعه
کريډيټ
مجموعه
۱
د اوبو مدیریت
En411
۳
۳
۴۸
۲
GIS-I
En412
۳
۳
۴۸
۳
د چاپېریال ساتنې جیولوجي
En413
۳
۳
۴۸
۴
مایکرو اقتصاد
En414
۳
۳
۴۸
۵
د طبیعی زیرمو اړیکې
En415
۳
۳
۴۸
۶
د چاپيریال ساتنې علمي لیکوالي
En416
۱
۱
۱۶
۷
د مدیریت بنسټونه
En417
۲
۲
۳۲
۹
اسلامي ثقافت
En418
۱
۱
۱۶
مجموعه
۱۹
پنځم سمستر
ګڼه
مضمون
کوډ
د کریډیټونو شمیر
د کریدیټ ساعتونه
تیوری
عملی
کريډيټ
مجموعه
کريډيټ
مجموعه
۱
GIS-II
En511
۳
۳
۴۸
۲
ایکالوجی
En512
۳
۳
۴۸
۳
ژوند بڼې
En513
۳
۳
۴۸
۴
چاپېریالي حکومتولي
En514
۳
۳
۴۸
۵
د طبیعی زېرمو اقتصاد
En515
۳
۳
۴۸
۶
تطبیقی هایدرولوجی
En516
۳
۳
۴۸
۷
اسلامي ثقافت
En517
۱
۱
۱۶
۹
مجموعه
۱۹
شپږم سمستر
ګڼه
مضمون
کوډ
د کریډیټونو شمیر
د کریدیټ ساعتونه
تیوری
عملی
کريډيټ
مجموعه
کريډيټ
مجموعه
۱
ریموت سنسنګ
En611
۳
۳
۴۸
۲
ټولنه او اقلیمي بدلون
En612
۳
۳
۴۸
۳
د طبیعي زېرمو ساتنه
En613
۳
۳
۴۸
۴
د طبیعي زېرمو د پالیسۍ او ادارې بنسټونه
En614
۳
۳
۴۸
۵
د طبیعي زېرمو دوامداره پرمختګ
En615
۳
۳
۴۸
۶
د طبیعي زېرمو پرمختګ او خوراکي مصونیت
En616
۳
۳
۴۸
۷
اسلامی ثقافت
En617
۱
۱
۱۶
۹
مجموعه
۱۹
اووم سمستر
ګڼه
مضمون
کوډ
د کریډیټونو شمیر
د کریدیټ ساعتونه
تیوری
عملی
کريډيټ
مجموعه
کريډيټ
مجموعه
۱
د طبیعی زیرمو پلانګذاری او د ځمکې کارونه
En711
۳
۳
۴۸
۲
د ایکوسیستم د خدمتونو اقتصاد
En712
۳
۳
۴۸
۳
د افغانستان د چاپېریال ساتنې قانون
En713
۳
۳
۴۸
۴
تطبیقی ایکالوجی
En714
۳
۳
۴۸
۵
د طبعي زېرمو ټوریزم
En715
۳
۳
۴۸
۶
د څیړنې طریقه
En716
۳
۳
۴۸
۷
اسلامی ثفافت
En717
۱
۱
۱۶
۹
مجموعه
۱۹
اتم سمستر
ګڼه
مضمون
کوډ
د کریډیټونو شمیر
د کریدیټ ساعتونه
تیوری
عملی
کريډيټ
مجموعه
کريډيټ
مجموعه
۱
په طبیعي زېرمو شخړې او همکارۍ
En811
۳
۳
۴۸
۲
مونوګراف
En812
۶
۶
۹۶
۳
کار زده کړه / د ټولنیزو خدمتونو زده کړه
En813
۳
۳
۴۸
۴
د افغانستان طبیعي زېرمې
En814
۳
۳
۴۸
۵
په طبیعي زېرمو کې کارېدونکي پروګرامونه
En815
۳
۳
۴۸
۶
اسلامي ثقافت
En816
۱
۱
۱۶
۷
مجموعه
۱۹
۱۴
پوهنتون شموله کریډيټونه
د کریډیټونو ویش
۵۹
بنسټيز کریډیټونه
(۱۴۴-۱۶۸ زیاتترین کریډيټونه)
۸۲
تخصصي کریډیټونه
(۱۷-۲۱ کريډيټونه په هر سمستر کې)
۱۵۵
د پروګرام مجموعي کریډيټونه