د احمد وحید مژده د شهادت څلورم تلین نمانځنه ترسره شوه

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۳:۵۳
833

په کابل پوهنتون کې د ملي راډیو تلویزیون لخوا په جوړه شوې یاد غونډه کې د هیواد پخواني دیپلومات او شنونکي شهید احمد وحید مژده د شهادت څلورم تلین نمانځنه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي امیرخان متقي، کابل پوهنتون رهبرۍ، لوړو زده کړو وزارت مرستیالانو، د اقتصاد وزارت مرستیال، ملي راډیو تلویزیون رئیس، د المپیک کمیتې رئیس، کابل پوهنتون استادانو او د مختلفو ادارو مسؤلینو پکې ګډون کړی وو.

په غونډه کې وینا والو په خپل نوبت د امریکایي او شوروي اتحاد یرغل په وړاندې د جهاد په دوران کې د شهید مژده په مبارزې، شخصیت او دده په ټولنیزو ځانګړنو خبرې وکړې او نوموړی یې قلمي مبارز، اسلام او ملي ګټو ته ژمن شخص یاد کړ.

د ملي راډیو تلویزیون رئیس ښاغلي احمدالله وثیق شهید مژده غښتلی شنونکی او باعلمه شخصیت یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې، شهید مژده د امریکایي یرغل پر وړاندې غیرتي قلمي او سنګري مبارز وو.

همدارنګه ښاغلي وثیق د کابل پوهنتون رهبرۍ څخه د غونډې په برابرولو کې له همکارۍ څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه چې، ډېر ژر به ملي راډیو تلویزیون د نوموړي علمي بنسټ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي امیرخان متقي د شهید مژده د شخصیت په اړه مفصلې خبرې وکړې، نوموړی یې موفق دیپلومات او شنونکی شخصیت یاد کړ او زیاته یې کړه چې، د شهید مژده نوم به تلپاتې او د هغه له نیکو کړنو به یادونه کیږي.

په یاده غونډه کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال، د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري، سیاسي شنونکي ښاغلي زمان مزمل او یو شمېر نورو کارپوهانو د شهید احمد وحید مژده په شخصیت خبرې وکړې او دهغه له نیکو کړنو یې ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د ژبو، کمپیوټري زده‌کړو، ویناوالۍ، شغلي مهارتونو، د څېړنې میتودونه، خطاطۍ، SPSS. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: