دمحصلینو احصائیه

د چاپېریال ساتنې پوهنځي دریواړه څانګې د ۶۴۰ محصلانو او ۱۵ علمي کادر غړو لرونکي دي، چې د استادانو او محصلانو تر منځ تناسب یې 1:43 ته رسیږي، نوموړی تناسب له معیار څخه لوړ دی. له همدې امله د پوهنځي اداره غواړي چې په ټولو څانګو کې وړ استادان په دندو وګماري.   

په یو سمیستر کې یو کريډيټ د ۴۵ دقیقې دی چې د یوي اوونۍ په مدت کی تدریسیږي. دوه کريډيټ مضمون په اونۍ کې یوځل په ۹۰ دقیقو کی تدریسېږی. د درې کریډیټ مضمون په دوه برخو وېشل شویل کیږي چی د اونۍ په دوران کی په ۷۵ دقیقو کی تدریس کیږی.چی دغه مضامین په اړین ( ضروری) ، پوهنتون شمول ، اساسی او تخصصی کورسونو باندی ویشل شوی دی.چی پوهنتون شمول او اساسی مضامین د کابل پوهنتون دمختلیفو پوهنځیو له خوا پیشنهاد شوی.چې زدکړیالان کولاي شی په یوسیمستر کی به د ۱۷ نه تر ۲۱ کريډيټونو پوری نوم لیکنه وکړی. چی د لیسانس دوری محصلینو لپاره (کم تر کم ۱۴۴ او تر ټولو زیات ۱۶۸) کريډيټ د لوړو زده کړو وزارت دلیسانس د لایحه خوا ټاکل شوي .

ساحوي کار (انترشیپ )

په څلورم صنف کې ټول زده کړیالان اړدي، چې د ټولنیزو خدمتونو په پورګرامونو یا ۳ کريډيټ انترشیپ ولري . چی دغه انترشیپ د دری میاشتو لپاره په نظر کې نیول شوی چی په یوه اوونې کې باید ۲۰ ساعته کار وکړی او همدارنګه باید په یاده دوره کی ۸۰ ساعنه کار وکړی تر څو د انترشیپ کريډيټ لاس ته را وړی. په دغه انترشیپ کې به د څلورم صنف زده کړیالان وکولای شې چې مختلفي تجربې تر لاسه کړي او خپلو رشتو د ستونزو څخه په عملي ډګر کې خبر شي د نوموړی رشته سره علاقه زیاته شي . دغه انترشیب ممکن چې امتیاز ولري یا ونه لري ولي زده کړیالان کیدلي شي چې تشویق شي  چی کم تر کمه د یو سمستر انترشیپ لپاره پلان ولري.

د پېښو مدیریت څانګه، د چاپېريالپوهنې څانګه او د طبيعي زېرمو مدیریت څانګه  خپلو زده کړیالانو ته لارښونه کوي چې  څرنګه د انترشیپ پروګرامونه اړونده ادارو کې پیدا کړي او ځان ورته اماده کړي .چی زده کړیالان ګډون د انترنشپ ورکوونکو په واسطه ازمایل کیږی او اخری راپور د انترشیپ ورکوونکې اداري لخوا تاییدیږي .

مونوګراف

ددی لپاره چې د څلورم کال زده کړیالان وکولای شې د لیسانس دوره پای ته ورسوي باید د څلورم صنف په اتم سمیسترکی شپږکريډيټ مونوګراف ولری او د علاقی وړموضوع د څیړنه لپاره غوره کړی تر څو څیړنه ترسره کړي .دغه څیړنه به زده کړیالانو ته ددي زمینه برابر کړي چې خپلې وړتیاوی او تجربی وښایی او د دی څیړنو په واسطه به وکولای شې چې د چاپېريالپوهنې، طبیعي زېرمو مديريت او پېښو مدیریت سکټورونو سره په لیکلې بڼه خدمات وکړي .

 

د مونوګراف لیکلو مراحل یا پروسی

  • زده کړیالان د مونوګراف موضوع د خپلې علاقې او موخې له مخې اړوند رشتی پوری مربوط پیشنهاد وی .
  •  د لارښود استادد مونوګراف موضوع د اړوندی رشتی ، د څړنی وخت، کیفیت ، اغیزو او اړتیا په نظر کې نیول سره تاییدوي.
  • زده کړیالان د خپلې څیړنې د پرمختګ لپاره د لوړو زده کړو د وزارت  چارچوب تعقیبوي.
  • زده کړیالان خپلي څیړنې د اتم سیمستر د پای ته رسیدو څخه مخکې د پوهنځي اړوند کميټه ته سپاري .
  • او د اړوند څانګې زده کړیالان د ۲۰ دقیقو لپاره خپل څيړنې وړاندي او تشریح کوي .
  • د څيړنې موضوع د تدریسی مدیریت سره ثبت او څيړنې یو کاپي د افغانستان د چاپېریالي معلوماتو کتابتون ته سپاري .

 

 

 

گالری رسانه

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته