د کابل پوهنتون د رهبري شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۶:۲۰
ku

د روان ۱۳۹۹ د مرغومي په ۲۲ نېټه د کابل پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته د دې بنسټ د علمي، اداري او محصلینو چارو اړوندو مختلفو موضوعاتو په موخه  د دې پوهنتون د علمي شورا د ناستو په تالار کې جوړه شوه.

دا ناسته د چهارشنبې په ورځ د سهار په نهو بجو په یاد تالار کې پيل، د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د دې شورا یو شمېر نورو غړو د ناستې په اجنډا لکه  «د کب په ۱۵ د حضوري او پسرلني سمسټر درسونو پیل لپاره تیاري»، «د کابل پوهنتون د HELMS سیسټم او د غیر حضوري درسونو وړاندې کولو بهیر ارزونه»، «د کابل پوهنتون د بدلون پلان د پلي کولو څرنګوالی»، «د کابل پوهنتون کارمندانو لپاره د کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه له برېښنايي حاضري څخه ګټه اخیستنه»، «د زده کړې په اړه د تشبث تیا، کارموندنې، تر ګمارنې مخکې د کار مهارتونو زده کړه، د څېړنې میتود، د ملي یووالي، نظم او ډیسپلین پیاوړتیا په برخه کې د محصلینو د خدمتونو امریت تطبیقي پلان»، «د پوهنتون د محصلینو د مونوګراف د لیکلو او وړاندې کولو بهیر»، «د پوهنتون په  شپه غالي کې د وړ محصلینو حضور او عدم حضور»، «د محصلینو معاونیت اړوند تقریبآ شپږ برنامې» او یو شمېر متفرقه موضوعاتو باندې خبرې او نظرونه شریک کړل.

د ناستې غړو د پورته هرې موضوع په  اړه تر خبرو وروسته د دې پوهنتون د قوانینو او لایحو په رڼا کې لازم تصمیم ونیوه او اړوندو برخو او مسوولینو ته یې د پورته پرېکړو د پلي کېدو لپاره لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

پدې ناسته کې د کابل پوهنتون رهبري پرېکړه  وکړه، چې:د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړو پر بنسټ د روان سمسټر حضوري درسونه د کب میاشتې په ۱۵ نېټه پیل شي او د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۱۵ نېټه د سمسټر د پای ازموینه واخیستل شي. د حضوري درسونو په پیل سره د کابل پوهنتون په لیلیه کې د ظرفیت نشتون له امله پدې لیلیه کې د درېمو تولګیو له محصلینو له حضور څخه معذرت غواړي او د دوی پر ځای د مختلفو پوهنځیو د لومړیو ټولګیو مستحق متقاضیان، چې پخوا یې د لیلیې لپاره غوښتنلیکونه ورکړي وو د پوهنځیو د سهمیې او د نومرو د فیصدي په پام کې نیولو سره معرفي کیږي. د محصلینو د خدمتونو امریت تطبیقي پلان تائید او همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه برېښنايي حاضري فعاله او د اوس لپاره د کابل پوهنتون د کارکوونکو داخېلېدل او وتل به د یاد امریت له لارې تر سره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: