لید لوری، مأموریت او موخې
لیدلوری:
د افغانستان او سیمې په کچه د زدهکړې، څېړنې او نوښت او ارتباطاتو په یوه پرمختللي علمي او باوري بنسټ بدلېدل.
د ارتباطاتو مطالعې څانګه ژمنه ده چې د معیارې زدهکړې، کارنده څېړنې، ارتباطي وړتیا لوړونې او ټولنې سره اغېزمن تعامل ترڅنګ د علمې بډاینې لپاره د افغانستان په کچه د متخصصانو په روزنه کې اغېزمنه ونډه ادا کړي.
د مطالعهی ارتباطات ډیپارټمنټ لیدلوری او تګلوری په دواړو ژبو (پښتو او دری) د مطالعهی ارتباطات ډیپارټمنټ په ۲۵/۰۴/۱۴۰۵ نېټه ناسته کې تر ( ۴۰ ) پروتوکول لاندې تر بحث وروسته د رایو په اتفاق سره تایید شو.
د ارتباطاتو مطالعې ډیپارټمنټ پوهنمل ننګیالی ننګیال
د مطالعهی ارتباطات ډیپارټمنټ لیدلوری او تګلوری په دواړو ژبو (پښتو او دری) د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی د استراتیژیک پلان کمېټې په ۲۶/۰۴/۱۴۰۵ نېټه ناسته کې تر ( ۵ ) پروتوکول لاندې تر بحث وروسته د رایو په اتفاق سره تایید شو.
د استراتیژیک پلان کمېټه پوهنیار امرالله تقوا
د مطالعهی ارتباطات ډیپارټمنټ لیدلوری او تګلوری په دواړو ژبو (پښتو او دری) د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی د علمي شورا په ۲۷/۰۴/۱۴۰۵ نېټه ناسته کې تر ( ۵۲ ) پروتوکول لاندې تر بحث وروسته د رایو په اتفاق سره تایید شو.
د علمي شورا منشي پوهنیار سالم احساس