د کرنې پوهنځي د څېړنیز پوسترونو نندارتون پرانستل شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۱۰:۲۳
11

دغه نندارتون د روان کال لېندۍ میاشتې په ۸ مه نېټه چې د کابل پوهنتون رئیس، د لوړو زده کړو وزارت مرستیالانو، د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال، د خصوصي سکتور مسئولینو، پوهنتون استادانو او ګڼ شمېر محصلینو پکې ګډون درلود د رسنیو په موجودیت کې پیل چې دوه ورځې به  ادامه ولري. په یاد نندارتون کې د زراعت پوهنځي لخوا په بېلا بېلو څانګو کې د څه باندې ۸۰ څېړنیزو سوژو پایلې نندارې ته وړاندې کېږي.

د غه غونډه د قرآن عظیم الشان  په مبارکو آیتونو پیل وروسته ویناوالو په موضوع خبرې وکړې.

د کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل صفی الله جوهر  راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د څېړنې په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې  کړه، د کرنې پوهنځي دروازه د ټولو په مخ خلاصه ده، د کرنې سکتور د طرحې جوړولو او څېړنیزو کارونو په برخه کې د علمي او مسلکي ظرفیتونو په پام کې نیولو سره چې دوی یې لري له ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو سره هر ډول همکاری ته چمتو دي.

همدارنګه د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز پخپلو خبرو کې د مېلمنو له ګډون او د زراعت پوهنځي استادانو او محصلینو له زحمتونو څخه مننه وکړه او ویې ویل افغانستان یو کرنیز هېواد دی، او د پرمختګ لپاره یې باید کرنیز سکتور تقویت شي.

ښاغلي عزیز زیاته کړه، د کابل پوهنتون د مسلکي اشخاصو په روزنه او څېړنیزو چارو په برخه کې ژمن دی او د کرنې پوهنځي په دې برخه کې ښه ګامونه پورته کړي، او د کرنې سکتور د لاښه والي لپاره یې ګټورې طرحې چمتو کړې او موږ په  دې برخه کې د کرنې او مالدارۍ  وزارت له همکاریو څخه هم منندوی یو، هیله لرو چې ژر به له یاد وزارت سره هوکړه لیک امضاء کړو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال ښاغلي مولوي صدر اعظم په یاده غونډه  کې ډاډ ورکړ،  چې دغه  وزارت د کرنې پوهنځي د علمي او څړنیزو چارو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او د دغه پوهنځي اړتیاووې به ورته چمتو کوي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاعلي مولوي محمد حامد حسیب په یاد نندارتون کې وویل په هېواد کې پوره امنیت تأمین دی، علمي او څړنیزو چارو ته  زمینه برابره ده او موږ هیله لرو چې په دې برخه کې لازمه پاملرنه وشي.

په یاده غونډه کې د خصوصي سکتور په استازیتوب د معادن او صنایعو اتاق رئیس رحیم الله سمندر خبرې وکړې، او ددغه نندارتون جوړول یې مهم او حیاتي کار یاد کړ ښاغلي سمندر ټینګار وکړ، چې په هیواد کې له څیړنې پرته پرمختګ ناشونی دی او خصوصي سکتور  په څړنیزو برخو کې له کرنې پوهنځي سره هوکړه لیک ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې له دې هم د کرنې پوهنځی د علمي او څړنیزو چارو د لاښه والي په برخه کې څو نور سمینارونه، ورکشاپونه او همدارنګه  د غنمو سکتور پر ځان بساینې لپاره یې طرحې چمتو او وړاندې کړې دي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: