د کابل پوهنتون غوره او ممتاز محصلین تقدیر شول

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۱۳:۲۰
11

د روان کال لړم میاشتې په دریمه نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې د ممتاز او غوره محصلینو تقدیر او ستاینه وشوه نوموړې غونډه چې د محصلانو چارو معاونیت لخوا جوړه شوې وه، دلوړو نمرو اخیستونکي، نیک اخلاقه او هغه محصلین  چې د پوهنتون له ادارې سره یې کار کړی وو وستایل شول.

په دې غونډه کې د پوهنتون عمومي اول نمره هم د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون ریاست لخوا وستایل شوو.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز په غونډه کې د خبرو په ترڅ کې د ګډون د خوښۍ ترڅنګ محصلینو ته په اسلام کې د دزده کړو او ښوونې په ارزښت خبرې وکړې او هغه یې دالله ج په نزد لوی امتیاز یاد کړ، زده کړیالان یې څړنیزو او علمي چارو او خپلو درسونو ته وهڅول.

ښاغلي عزیز وویل: محصلین حق لري چې ورسره وګورم، نظریات یې واورم چې ددې غونډې یوه موخه د محصلینو د نظریاتو اورېدل دي، او نوموړی بهیر به ادامه ولري، ښاغلي له محصلینو څخه وغوښتل چې باید لوړ همت ولري، له پردیو تبلیغاتو او حلقاتو څخه اغیزمن نه شي، او د هغوی د ګټې  وړ نه شي او له ټولو مسایلو څخه خبر وي.

محصلینو د یادې غونډې په آخر کې د پوهنتون د رئیس له ګډون د هغه لارښوونو، نظریاتو څخه مننه وکړه او د پوهنتون په اړه یې خپل نظریات، وړاندیزونه، ستونزې او غوښتنې یې مطرح او د رهبرۍ د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.  

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: