د کابل پوهنتون رهبري شورا ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۱:۳۵
meeting

د کابل پوهنتون رهبري شورا ناسته د روان کال د سرطان په ۷ د سې شنبې په ورځ، د پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز  په مشرۍ، د ریاست مرستیالانو او د ناستې د غړو په ګډون جوړه شوه.

پدې ناسته کې د کابل پوهنتون رییس د ناستې غړو ته د ښه راغلاست ویلو او پر مهمو مسایلو باندې د خبرو ترڅنګ وویل، چې د مهمو برنامو او د نویو او ګټورو کړنلارو په لاره اچول او د ځینو اکا‌‌‌‌‌‌ډمیکو ، اداري کارونو او د کیفیت تضمین مسایلو ته بیا کتنې سره باید خپلې ستونزې د بریالیتوب په فرصتونو تبدیلې کړو او دا هغه ستونزې دي، چې  ټولو  ټولنو تجربه کړي دي.

همدارنګه دکتور  عزیز د نویو ګمارل شوو استادانو د وړتیاوو د لوړولو لپاره تر سره شويو کارونو باندې خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د ترکیې په سفر کې یې د کابل پوهنتون لپاره د تجهیزاتو ، وسایلو او امکاناتو مرستې، د استادانو لپاره تحصیلي بورسیې او د انلاین درسونو د پيل لپاره هڅې کړي دي او ترکي چارواکو هم دې مسایلو ته پاملرنه او علاقمندي وښوده.

همدارنګه د کابل پوهنتون رییس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د هیواد د لوړو زده کړو په وزیر  محدودیتونه غیر عادلانه وبلل او تاکید یې وکړ ، چې دا کار د هیواد د لوړو زده کړو سیسټم له ستونزو سره مخ کوي.

د رهبري ناستې په پای کې له اجنډا سره سم داخلي څارنې او ارزونې د څرنګوالي په موخه د کابل پوهنتون د باور ورکونې سند د ساتنې لپاره د اړینو تیاریو او همدارنګه پدې پوهنتون کې د مراسلاتو مدیریتي سیسټم د اپلیکیشن ازمایښتي تطبیق باندې هم هر اړخیزه خبرې وشوې او د شورا غړو هر يو په خپل وار سره د پورته موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

د ديني-اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ، چې د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، يوه اونۍ دوام کوي او د پوهنځيو محصلين په کې په نوبتي شکل د يو ځانګړي مهالويش سره سم ګډون کوي.

په افتتاحيه غونډه. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو