د کابل پوهنتون رییس د ترکیې سفارت له فرهنګي سلاکار سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۴ - ۱۲:۱
meeting

د کابل پوهنتون رییس ښاغلي ډاکټر اسامه عزیز په خپل دفتر کې د روان لمریز کال د کب پر لومړۍ د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د ترکیې سفارت له فرهنګي سلاکار ښاغلي چنګېز دیمیر سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې پر دوه اړخیزو علمي او کلتوري همکاریو او د ترکیې د علمي او کلتوري بنسټونو له خوا له کابل پوهنتون سره په علمي همکاریو خبرې اترې وکړې. د ترکیې د سفارت کلتوري سلاکار زیاته کړه سفارت یې په پام کې لري چې په کابل پوهنتون کې د واقع یونس امره انسټیټیوټ له لارې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ترکي ژبې له ډيپارټمنټ سره خپلې علمي او کلتوري همکارۍ د پخوا په څېر روانې وساتي او ترممکن بریده به په نور برخو او تېره استادانو ته تحصیلي بورسونو په ورکړه کې همکاری وکړي.

د کابل  پوهنتون رییس له افغان بنسټونو او په تېره له کابل پوهنتون سره د ترکیې د علمي او کلتوری همکاریو مننه وکړه او افغانستان او ترکیه دواړه یې د ګډو دیني، کلتوري، تاریخي او دوستانه اړیکیو  درلودونکي هېوادونه وبلل او د همکاریو پراختیا یې د دواړو لوریو لپاره ګټوره وبلله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۴۶
Background image

د پوهنتون ممتاز محصلان وستايل شول

د کابل پوهنتون ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې، د دې پوهنتون د ښاغلي رئیس، محترمو مرستیالانو، د پوهنځیو قدرمنو رئیسانو استادانو او محصلانو په حضور کې وستايل شول.

په دې ستاينغونډه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۸:۳۷
Background image

د علمي چارو معین د کابل پوهنتون له استاذانو سره مجلس وکړ

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د کابل پوهنتون د استادانو له استازو او د پوهنځيو له رئيسانو سره د دې پوهنتون د رئيس او مرستیالانو په حضور کې مجلس وکړ.

په دې غونډه کې د دې پوهنتون رئیس. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: