په کابل پوهنتون کې "د ښځو حقوق او غیر رسمي عدالت" کنفرانس جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۶:۵۶
ku

د روان کال د کب میاشتې په ۲۵ نېټه "د ښځو حقوق او غیر رسمي عدالت " کنفرانس د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او یو شمېر استادانو، څېړونکو او محصلینو په ګډون د کابل پوهنتون د پالیسي څېړلو ملي مرکز کې جوړ شو. په پیل کې د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د هیواد د د ښځو مقام، رول او ستونزو په هکله خبرې وکړې. ښاغلي بابري وویل د ښځو محروم قشر د هیواد نیم نفوس جوړوي او باید څېړنیز بنسټونه په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د حقونو، رول او ستونزو د تحقق په اړه زیات کار وکړي.

د کابل پوهنتون رییس زیاته کړه، چې په هیواد کې ښځې له زیاتو ستونزو لاس او ګرېوان دي او د دې مسئلې دلیل د جګړې په مټ د قانون د پلي کېدو کمزورتیا ده. نوموړي تاکید وکړ، چې د هیواد په دولتي، علمي او څېړنیزو بنسټونو کې د ښځو زیات شتون د هر اړخیز پرمختګ سبب کیږي. د ښاغلي بابري په وینا د قانون د نه پلي کېدو په دلیل تر اوسه د هیواد په لرې پرتو سیمو کې تر اوسه غیر رسمي عدالت عملي کیږي او دې عدالت په زیاتو برخو کې اسلامي او د هیواد ملي ارزښتونه او د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.

په ورته مهال پدې کنفرانس کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد بریالي حکیمي وویل، چې افغانان زیات غیر رسمي عدالت ته مراجعه کوي. د نوموړي په وینا د دې کار دلیل د قانون نه حاکمیت او د هیواد په عدلي او قضايي ادارو کې د فساد شتون دی.

له بل لوري د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي بلې استادې او د ښځو حقونو فعالې پدې کنفرانس کې وویل، چې په غیر رسمي عدالت کې د ښځو حق او حقونه زیات تلف کیږي. د مېرمن فرید په وینا د دې کار دلیل په تصمیم نیوونکې مرجع کې د ښځو نشتون او د غیر رسمي عدالت ترسره کول او همدارنګه د قانون نه حاکمیت دی. اغلې فرید تاکید وکړ، چې په هیواد کې د رسمي او غیر رسمي عدالت ترمنځ د یوې هر اړخیزه پالیسي په جوړېدو سره د دواړو ترمنځ به یوه اړیکه جوړه شي. دا په داسې حال کې ده، چې ښځه په ټولنه کې ضرر لیدونکی قشر دی او دولت هڅه کوي تر څو په مختلفوبرخو کې له دې قشر څخه خپل ملاتړ ته پراختیا ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

د ديني-اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ، چې د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، يوه اونۍ دوام کوي او د پوهنځيو محصلين په کې په نوبتي شکل د يو ځانګړي مهالويش سره سم ګډون کوي.

په افتتاحيه غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۵۰
Background image

"په افغانستان کې د حلالې غذا تولید، ستونزې او حللارې" علمي سيمينار جوړ شو

په کابل پوهنتون کې د «په افغانستان کې د حلالې غذا تولید، ستونزې او حللارې» تر عنوان لاندې علمي سیمینار جوړ شو. په دغه سیمینار کې د پوهنتون استادانو او محصلینو ګډون درلود.

د موضوع. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو