په کابل پوهنتون کې دپوهنتون او مدرسې ترمنځ د نږدېوالي غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۱۵:۵۸
orientation

محصلینو ته د پوهنتون او مدرسې ترمنځ نږدېوالی د مدرسې او پوهنتون اصلي محتوا د وړاندې کولو په موخه، د روان کال د غبرګولي په ۱۷ نېټه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رییس، د کابل پوهنتون استادانو، یو شمېر دیني عالمانو، د دیني مدرسو طالبانو او محصلینو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون په کابل پوهنتون کې جوړه شوه.

پدې غون‌‌‌‌‌‌‌ډه کې د مدرسو او پوهنتونونو ترمنځ د نږدېوالي، یو بل ته د دواړو برخو لازمیت او ملزومیت، د همغږي، د دې دوه برخو د درسي متونو د شریکولو او مدغمولو او نورو اړوندو مسایلو په څرنګوالي باندې خبرې وشوې او  د ویناوالو له لوري د دیني او معاصرو علومو د محتوا شریکولو پر اړتیا او اهمیت، په ټولنه کې د معنویت په پياوړتیا او له دې لارې د ټولنې په متعالي والي تاکید وشو.

همدارنګه د دې برنامې ټولو ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو ته پوښتنپاڼې هم وویشل شوې او د مدرسو او پوهنتونونو ترمنځ د نږدېوالي اړوند نظرونه وپوښتل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۴۶
Background image

د پوهنتون ممتاز محصلان وستايل شول

د کابل پوهنتون ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې، د دې پوهنتون د ښاغلي رئیس، محترمو مرستیالانو، د پوهنځیو قدرمنو رئیسانو استادانو او محصلانو په حضور کې وستايل شول.

په دې ستاينغونډه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۸:۳۷
Background image

د علمي چارو معین د کابل پوهنتون له استاذانو سره مجلس وکړ

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د کابل پوهنتون د استادانو له استازو او د پوهنځيو له رئيسانو سره د دې پوهنتون د رئيس او مرستیالانو په حضور کې مجلس وکړ.

په دې غونډه کې د دې پوهنتون رئیس. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: