ملي او نړیوالو ژورنالونو ته د علمي مقالو لیکلو اړوند اته ورځنی ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استادانو ته په دې اته ورځني تخنیکي ورکشاپ کې د مؤثر درسي بهیر وړاندې کولو، د علمي مقالو لیکلو په تخنیکونو او دغه راز ملي او نړیوالو ژورنالونو ته د علمي مقالو د چمتو کولو او خپرولو څرنګوالي په برخو کې د پوهنتون مسلکي ترینرانو له لوري هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
د ورکشاپ موخه دا وه چې استادان د مؤثر درسي بهیر وړاندې کولو ترڅنګ څېړنې ته هم وخت ورکړي او په دې برخه کې د نوې ټکنالوژۍ له اساساتو او بدلونونو سره لا ښه بلد او عیار شي؛ څو د ټولنې اړتیاوو ته په کتو علمي څېړنې وکړي.