د کرنې پوهنځي له لس قلمه څخه زیات تولیدات د مني موسم کرنیزو تولیداتو نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۶:۳۱
1325

د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي له لسو قلمو څخه زیات تولیدات، چې ددې پوهنځي محصلینو په هڅو چمتو شوي وو د کرنې وزارت کرنیزو تولیداتو ۲۹ نندارتون کې چې د هېواد لوړ رتبه چارواکو او بهرنیو ډیپلوماتانو هم پکې برخه اخیستې وه، نندارې ته وړاندې شول.

له دې نندارتون څخه لیدونکو د کرنې پوهنځي له تولیداتو څخه له نېژدې لیدنه وکړه او د محصلینو نوښتونه او هڅې یې و ستایلې.

د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز او همدارنګه د کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل صفي الله جوهر هم له یاد نندارتون څخه لیدنه وکړه.

د کابل پوهنتون رئیس د کرنې پوهنځي تولیداتو له غرفو څخه  د کتنې پر مهال د پوهنځي محصلینو هڅونې ترڅنګ ددوی هڅې د اکاډمیک بنسټ د علمي هڅو یوه بیلګه یاده کړه، چې د کرنې په برخه کې د هېواد پر ځان بیسیاینې په موخه هڅه کوي.

همدارنګه ښاغلي اسامه  عزیز وویل: د کرنې پوهنځي تولیداتو بیلګې له ښکېلو بنسټونو سره په ځانګړې توګه د نظام لوړ پوړو چارواکو سره شریکوي؛ ترڅو هغوی د هېواد علمي بنسټونو علمي او عملي وړتیاو څخه خبر شي.

د مني موسم کرنیزو تولیداتو ۲۹ام نندارتون چې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت لخوا په بادام باغ کې ترسره شوی، څلور ورځې به دوام وکړي او هره ورځ به له هغه څخه علاقه لرونکي کسان لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د څار او استناد موسسې لخوا انډېکس شول

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه (د طبیعي علومو نړیوال ژورنال، د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال او د اسلامي مطالعاتو نړیوال ژورنال) رسما د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "په علمي څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سهولتونو او په اخلاقي چوکاټ کې ستونزو“ تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي ترینر پوهنیار سید. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۱۶
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: