د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۴ - ۱۶:۲
meeting

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د روان کال د غبرګولي په ۲۴ نېټه د رییس او د هغه د مرستیالانو، د پوهنځیو د رییسانو او د دې شورا د نورو غړو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون جوړه شوه.

د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د دې ناستې په پرانیسته کې د ځينو پوهنځیو د ورکشاپونو، نندارتونونو په جوړولو، د هوکړه لیکونو لاسلیک او نورو علمي برخو کې یې ترې ستاینه وکړه او تاکید یې وکړ، چې دا موضوعات د پوهنتون د پرمختګ سبب کیږي او مثبت اغېز لري او مونږ. هیله مندوي، چې ورځ په ورځ د غوره والي په لوري روان یو او هیله لرو، چې نور پوهنځي هم ورته نوښتونه تر لاس لاندې ونیسي.

د کابل پوهنتون رییس همدارنګه په کابل پوهنتون کې د اسلامي اداب او شئون په پام کې ونیسي او په یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې او د علمي شورا له نورو غړو څخه یې وغوښتل، چې هر یو د خپل مسوولیت ته په پاملرنې سره د هغو د ښه والي لپاره هڅه وکړي.

د علمي شورا پدې ناسته کې د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي معلم احمد حقاني د ۱۴۰۱ هـ ل کال بودجه وړاندې او په اړه یې د ناستو غړو ته وضاحت ورکړ، د پوهنځیو له رییسانو او مسوولینو څخه یې وغوښتل، چې بودجې ته په کتو خپلې اړتیا برابرې او هغوی ته یې ولیږي تر څو د هغه پر بنسټ کار تر سره شي.

همدارنګه پدې ناسته کې د اجن‌‌‌‌‌‌ډا په پاتې مسایلو خبرې اترې او نظرونه شریک شول او په هر یو د قوانینو، مقرراتو او کړنلارو مطابق اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۹
Background image

د څو پوهنتونونو استادانو ته د مسلکي ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي له لوري د هېواد د شلو پوهنتونونو د استادانو لپاره د فزيک په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ پيل شو. ياد ورکشاپ د استادانو د علمي او عملي وړتياوو د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: