د کابل پوهنتون رییس د محصلینو د ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۴ - ۹:۴۰
بازدید امتحان

د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز په داسې حال کې، چې د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند شفیع شریفي او د محصلینو چارو مرستیال پوهنوال فیصل امین یې ملتیا کوله د محصلینو د ازموینې اخیستو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي دکتور اسامه عزیز  د دې لیدنې په بهیر کې د پوهنځیو مسوولینو او استادانو ته لارښوونه وکړه، چې د نظم او ‌‌‌‌‌‌ډسپلین په راوستو او د ازموینو  وړ چاپېریال او همدارنګه د محصلینو لپاره د ازموینو په بهیر کې د اړینو سهولیتونو په برابرولو او د منطقي او معیاري پوښتنو جوړولو ته پاملرنه وکړي. د پوهنتون رییس د ازموینو اخیستو بهیر څخه د جدي نظارت کمېټې په جوړېدو هم تاکید وکړ او پدې برخه کې یې د مسوولینو د هر اړخېزې هڅې غوښتونکی شو.

د کابل پوهنتون د ورځې او شپې محصلینو د ازموینو مهال ویش ته په کتو د ۱۴۰۱ د وري ۱ نېټه پيل او  په پام کې ده دا بهیر به تر ۲۱ ورځو پورې دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۴۶
Background image

د پوهنتون ممتاز محصلان وستايل شول

د کابل پوهنتون ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې، د دې پوهنتون د ښاغلي رئیس، محترمو مرستیالانو، د پوهنځیو قدرمنو رئیسانو استادانو او محصلانو په حضور کې وستايل شول.

په دې ستاينغونډه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۸:۳۷
Background image

د علمي چارو معین د کابل پوهنتون له استاذانو سره مجلس وکړ

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د کابل پوهنتون د استادانو له استازو او د پوهنځيو له رئيسانو سره د دې پوهنتون د رئيس او مرستیالانو په حضور کې مجلس وکړ.

په دې غونډه کې د دې پوهنتون رئیس. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: