د کابل پوهنتون رهبرۍ د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم
《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُور》[ آل عمران: 185]
د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي د متقاعد استاد ارواښاد پوهاند عبدالرسول سعید د وفات له امله، د نوموړي له کورنۍ، له ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي او په ټوله کې د هېواد له ژورنالیستي ټولنې سره خپله خواږي او تسلیت څرګندوو.
ارواښاد پوهاند سعید په خپل وخت کې د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي له هڅاندو، ژمنو او مسلکي استادانو څخه و، چې د خپل عمر ډېر کلونه یې د هېواد د اولادونو په روزنه کې تېر او د عمر تر پایه یې له کابل پوهنتون سره خپلې علمي اړیکې وپاللې.
د افغانستان په علمي- رسنیز ډګر کې د نوموړي علمي او روزنیزې هڅې به نه یوازې؛ دا ډګر روښانه وساتي، بلکې هڅه مو داده، چې د نورو ژمنو، متخصصو او مسلکي کادرونو په ملاتړ دا ډګر نور هم پیاوړی او ځلاند شي.
د کابل پوهنتون د استادانو، کارکوونکو او محصلینو په استازۍ د نوموړي وفات د افغانستان د ژورنالېزم په برخه کې ستره تشه بولو او له لوی خدای جلجلاله څخه ورته د جنتالفردوس غوښتنه کوو، آمين.
د کابل پوهنتون رهبري