د کابل پوهنتون رهبري هیئت د ۱۳۹۹ کال د نوي شامېلېدونکو محصلینو د نوملیکنې له بهیر څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۷:۱۵
بیشسثشث

د کابل پوهنتون رهبري هیئت د لړم میاشتې په ۴ نېټه د یک شنبې په ورځ د ۱۳۹۹ کال د نوې شامېلېدونکو محصلینو د نوملیکنې (HEMIS) – دویمې ورځې له بهیر څخه، چې د پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې پربنسټ، د روان کال د لړم میاشتې په ۳ نېټه د شنبې په ورځ پیل شوې وه، لیدنه وکړه.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په داسې حال کې، چې د محصلینو او د مالي او اداري چارو مرستیالانو له لوري یې ملتیا کوله خبرې وکړې او د کابل پوهنتون نوي محصلینو ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ په عادي ډول د نوملیکنې بهیر په پرمختګ خوښي وښوده، زیاته یې کړه، چې سږ کال د نویو محصلینو نوملیکنه د (HEMIS) نوي، روڼ او عصري سیسټم له لارې تر سره کیږي، چې دا د هیواد دلوړو زده کړو نظام کې د پرمختګ ښودنه کوي او د دې برخې مسوولین په ځانګړي توګه د کابل پوهنتون متعهد دی تر څو ټولنې ته د زده کړیالانو د غوره نسل وړاندې کولو لپاره د با کیفیته زده کړې او پوهې زمینې برابرولو  لپاره تر دې غوره چارې تر سره کړي. ښاغلي بابري له محصلینو څخه وغوښتل، چې د هیواد یو قدیمي او غوره پوهنتون ته داخل شوي دي، هر ډول سیمه ییزو، قومي، ژبني او نورو غلطو تړاوونو څخه لرې، هڅه وکړي تر څو هغه تر پخوا ښه او په متعهدانه ډول د غوره علم او پوهې په تر لاسه کولو کې خپل مقام لوړ کړي.

د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین د دې بهیر په پیل کې د نوملیکنې پر ځای کې د یادو پوهنځیو نوې شامېلېدونکو محصلینو په حضور کې خبرې وکړې او د دې محصلینو راتګ ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د کابل پوهنتون په مقام او پدې پوهنتون کې د درسونو په بهیر او کچې خبرې وکړې. پوهندوی فیصل امین د نوملیکنې پر مهال د میکانیزم او ډیسپلین، ټولنیز واټن، د بې نظمۍ مخنیوی او ... په پام کې نیولو باندې تاکید وکړ او پدې توګه د پوهنتون د مني سمسټر او لومړي سمسټر درسونه د روان ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۳ نېټه په جدي توګه پیلیږي او د پوهنځیو د لارښوونې پربنسټ به په راتلونکو ورځو کې جریان ومومي او له محصلینو څخه یې وغوښتل تر څو په منظم ډول په ټولګیو کې حاضر شي.

د کابل پوهنتون د مني سمسټر او لومړي سمسټر درسونه د نویو محصلینو د نوملیکنې سره په هممهاله توګه د ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۳ نېټه  پیل او په جدي توګه به دوام ومومي او پدې توګه له ښاغلو محصلینو څخه غوښتنه کیږي تر څو په منظم ډول خپلو درسونو ته حاضر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: