د کابل پوهنتون خدماتي کارګرانو لپاره د اور ضد الې په واسطه د اور لګېدو مهارولو پوهاوي برنامه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۹:۲
ku

د روان کال د وري په ۱۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د اور ضد الې په واسطه د اور وژنې مهارولو څرنګوالي پوهاوي برنامه د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیال، د دې پوهنتون د ځینو ادارو امرین، خدماتي کارګرانو او محافظینو په ګډون د پوهنتون د غونډو په مرکزي تالار کې جوړه شوه.

دا برنامه، چې د کابل پوهنتون د بشري سرچینو امریت سره په همغږي او د نوبل کیوب کمپینو ګروپ له لوري په ګډه جوړه شوې وه، چې د کابل پوهنتون خدماتي کارګرانو او کاري دفترونو ساتونکو پکې ګډون کړی وو او د اورلګېدنې احتمالي علتونه، د اورلګېدنې ضرر او عواقب، د اور لګېدنې پر مهال د اور ضد الې او موادو کارونې د ګټې اخیستنې څرنګوالی او ... په زده کړه ییزه او عملي ډول زده کړه ورکړه شوه.

د کابل پوهنتون د بشري سرچینو امریت د دې برنامې موخه د خدماتي کارکوونکو او دفترونو ساتونکو د ظرفیت لوړول وبلل او د هغوی د مهارتونو په زیاتې پیاوړتیا یې تاکید وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د څار او استناد موسسې لخوا انډېکس شول

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه (د طبیعي علومو نړیوال ژورنال، د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال او د اسلامي مطالعاتو نړیوال ژورنال) رسما د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "په علمي څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سهولتونو او په اخلاقي چوکاټ کې ستونزو“ تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي ترینر پوهنیار سید. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۱۶
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: